ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزير: خوست کې د١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت کرنيزې پروژې پلې کېږي

د کرنې وزير: خوست کې د١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت کرنيزې پروژې پلې کېږي

author avatar
9 Mar 2017 - 16:16
د کرنې وزير: خوست کې د١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت کرنيزې پروژې پلې کېږي
author avatar
9 Mar 2017 - 16:16

خوست ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت راتلونکی کال په خوست کې ولايت لسګونه پروژې پيلوي.

دا څرګندونې د کرنې وزير اسدالله ضمير د کب په ١٩مه خوست ولايت ته د خپل يو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې وکړې چې يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو يې ملتيا کوله.

هغه په همدې تړاو جوړې غونډې ته چې د مېلمه کوټ په تاريخي باغ کې جوړه شوې وه وويل، چې د کرنې د ودې او پراختيا لپاره به راتلونکی ۱۳۹۶ لمريز کال کې په دې ولايت کې لسګونه پروژې پيل شي.

ضمير وايي ، دغه پروژې د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام ( CARD-F )په چوکاټ کې پلې کيږي چې په کې د اوبو لوی او واړه سربندونه، ذخيروي بندونه،د چرګانو فارمونه، شنې خونې، د نويو باغونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي.

هغه وايي:((د کرنې هغه پروژې چې راتلونکي کال کې خوست کې پلې کيږي شاوخوا ۱۲۰ ميليونه  افغانۍ ورباندې لګښت راځي او موږ هيله مند يو چې په دې سره به د خلکو ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.))

وزير  همدا ډول وويل چې په يادو پروژو کې د مېرمنو لپاره هم ځانګړې پروژې په پام کې نيول شوې دي چې په هغې کې دکورنيو چرګانو سلګونه فارمونه، کورنۍ باغچې او شنې خونې شاملې دي.

ده زياته کړه :((راتلونکی کال به خويندو ته ځانګړې پاملرنه کيږي د کورنيو چرګانو ۷۰۰ فارمونه جوړيږي، ۵۰۰ کورنۍ باغچې ورته جوړيږي او ۱۰۰ وړې شنې خونې دي چې د مېرمنو لپاره به په کورونو کې جوړيږي.))

په همدې حال کې د غوښنو چرګانو هغه ۲۰ فارمونه هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شول، چې د ۷۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د خوست په بيلابيلو سيمو کې د کارډيف موسسى په مالي ملاتړ جوړ شوي دي، چې په يو وخت کې به ۱۰۰ زره چرګان بازار ته عرضه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.