Language

په مزار کې د نوروز نمانځنې لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي

مزارشريف (پژواک، ۱۹ کب، ۹۵): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف كې يې د نوي كال د جشن د نمانځنې او جنډې پورته كولو د مراسمو لپاره د تېرو کلونو په څېر ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت مآب جنډه پورته کېږي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له  شته امنيتي ګواښونو سربېره به د نوي کال نوروز جشن په ارامه توګه تر سره شي.

نوموړي، پاکستان ته په اشارې سره زياته کړه چې له دښمن سره نااعلان شوې جګړه په اعلان شوې جګړه اوښتې او دوی د تېرو کلونو په پرتله خورا سخت او ځانګړي تدابير نيولي دي.

د نوروز جشن د امنيتي تدابير په تړاو د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى وايي چې د ۱۳۹۶لمريز کال، د نوروز جشن د ترسره کېدو په موخه د ځانګړو امنيتي تدابيرو پلان چمتو او د عملي کېدو چارې يې پيل شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.

 د هغه په وينا، د ښار شاوخوا پنځه امنيتي كمربندونه او څلور امنيتي شريدونه جوړ شوي او امنيتي چارې يې پيل شوي، چې په مرسته يې ښار ته د ننوتو ټولې لارې تر څار لاندې دي.

دراني زياته کړه چې ښار ته له غحېدلو لويو او فرعي لارو سربېره هغه کنډونه هم د امنيتي ارګانونو تر څار لاندې دي چې پلي خلک ترې راننوتلی شي.

ده وويل چې د شته امنيتي ګواښونو پر وړاندې د دوی نيول شوي امنيتي تدابير ډېر ځواکمن دي.

نوموړي زياته کړه چې دم ګړۍ د بلخ ولايت هغه سيمې د عملياتو تر پوښښ لاندې دي  چې نسبي امنيتي ګواښ ترې پېښېدی شي.

د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، دمګړۍ د بلخ د چمتال ولسوالۍ په البرز غرو لمنو کې د امنيتي ارګانونو لخوا د پوستو جوړونې چارې هم روانې دي.

دراني همداراز د تېرو کلونو په څېر د مزار- كابل او مزار- شبرغان پر لويو لارو د نويو امنيتي پوستو د جوړېدو يادونه وکړه چې د کب له ۱۵مې يې چارې پيل کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.