منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په مزار کې د نوروز نمانځنې لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۹ کب، ۹۵): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف كې يې د نوي كال د جشن د نمانځنې او جنډې پورته كولو د مراسمو لپاره د تېرو کلونو په څېر ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت مآب جنډه پورته کېږي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له  شته امنيتي ګواښونو سربېره به د نوي کال نوروز جشن په ارامه توګه تر سره شي.

نوموړي، پاکستان ته په اشارې سره زياته کړه چې له دښمن سره نااعلان شوې جګړه په اعلان شوې جګړه اوښتې او دوی د تېرو کلونو په پرتله خورا سخت او ځانګړي تدابير نيولي دي.

د نوروز جشن د امنيتي تدابير په تړاو د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى وايي چې د ۱۳۹۶لمريز کال، د نوروز جشن د ترسره کېدو په موخه د ځانګړو امنيتي تدابيرو پلان چمتو او د عملي کېدو چارې يې پيل شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.

 د هغه په وينا، د ښار شاوخوا پنځه امنيتي كمربندونه او څلور امنيتي شريدونه جوړ شوي او امنيتي چارې يې پيل شوي، چې په مرسته يې ښار ته د ننوتو ټولې لارې تر څار لاندې دي.

دراني زياته کړه چې ښار ته له غحېدلو لويو او فرعي لارو سربېره هغه کنډونه هم د امنيتي ارګانونو تر څار لاندې دي چې پلي خلک ترې راننوتلی شي.

ده وويل چې د شته امنيتي ګواښونو پر وړاندې د دوی نيول شوي امنيتي تدابير ډېر ځواکمن دي.

نوموړي زياته کړه چې دم ګړۍ د بلخ ولايت هغه سيمې د عملياتو تر پوښښ لاندې دي  چې نسبي امنيتي ګواښ ترې پېښېدی شي.

د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، دمګړۍ د بلخ د چمتال ولسوالۍ په البرز غرو لمنو کې د امنيتي ارګانونو لخوا د پوستو جوړونې چارې هم روانې دي.

دراني همداراز د تېرو کلونو په څېر د مزار- كابل او مزار- شبرغان پر لويو لارو د نويو امنيتي پوستو د جوړېدو يادونه وکړه چې د کب له ۱۵مې يې چارې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو دواړو لويو لارو د کوچنيو امنيتي پوستو ترڅنګ په تاشقرغان تنګي، چشمه شفا، امام مقري پل او د بلخ ولسوالۍ په څلورلارې كې يې يوه - يوه ستره امنيتي پوسته هم جوړه کړې ده.

 دراني وويل چې د نوروز لپاره نيول شوي امنيتي تدابير ورځ په ورځ سختېږي.

نوموړي زياته کړه چې د جشن په ورځ د امنيت په موخه د روضې په دوه كيلومترۍ کې موټرو ته د ګرځېدو اجازه نشته.

 د ده په وينا، تر هغه د ښار پر مرکزي سړکونو موټرو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي، ترڅو   چې د جنډې پورته كېدو مراسم پای ته نه وي رسېدلي .

دراني وويل چې له اوسه د ښار په کمربندونو کې په پوره توګه تلاشۍ پيل شوې، له همدې امله يې له خلكو هيله وكړه چې مزار ښار ته د ننوتو پر مهال دې د پوليسو د تلاشۍ له امله نه ځورېږي، ځكه دوى د جشن د لا ښه امنيت په موخه اړ دي چې دغه کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د شمال له ډېرى امنيتي ادارو سره يې د نوي كال د جشن د امنيت د ټينګښت په موخه اړيكې نيولې دي.

 د مزار شريف ښار اوسېدونکي هم په وروستيو ورځو کې د کلکو امنيتي تدابيرو پخلی کوي او ترې خوښ دي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيداکبر پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږني جشن ته له امنيتي اړخه اندېښمن دی.

نوموړي زياته کړه چې سږکال د شمال امنيتي حالت د تېرو کلونو په پرتله ډېر تر ګواښ لاندې دی چې په مزارشريف ښار هم خپل اغېز لري.

خو هغه د نيول شويو امنيتي تدابيرو په تړاو خوښي وښوده.

سيداکبر وويل، که چېرې امنيتي ارګانونه همدا ډول خپلې دندې په سمه توګه تر سره کړي، نو د افغانانو او د سولې او ارامۍ دښمنانان به پرې هېڅکله لاس بري نه شي.

له تېرې لسيزې راهيسې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوروز جشن نمانځنې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول کېږي، تر دې دمه د دغه جشن په اوږدو کې کومه ځانګړې امنيتي پېښه نه ده تر سره شوې.

عام خلک ډاډه دي چې که امنيتي ارګانونه خپلې دندې په سمه توګه تر سره کړي؛ نو سږنی جشن به هم د ناامنۍ له کومې پېښې پرته په خوښۍ تر سره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور