کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٥): د افغانستان د اراضي خپلواکه اداره وايي چې د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې د زورواکو له لوري له ١،٣ ميليون جريب زياته ځمکه غصب شوې، خو په پاتې څلورو ولايتونو کې د ځمکې د غصب کوم مورد نه تر سترګو کېږي.
د يادې ادارې وياند غلام حسين رحماني د دې مطلب په څرګندولو سره وويل، حکومت د دغو ځمکو د بيرته راګرځولو لپاره پياوړې اراده لري.
هغه زياته کړه، د دولتي ځمکو د بيرته راګرځولو او د دولتي ملکيتونو له غصب څخه د مخنيوي لپاره د پنځه کلنې ستراتېژۍ په ګډون ځينې کړنلارې په پام کې نيول شوې، چې په عملي کېدو سره به يې له يوه لوري د غصب شوو ځمکو مخنيوى وشي او بلخوا به له غاصبينو نيول شوې ځمکې بيرته راوګرځول شي.
رحماني زياته کړه، له ياد ادارې سره تر اوسه د ځمکو ١٥٨٣١ کوچني غاصبين ثبت شوي، چې په غصب شوو ځمکو کې يې کورونه جوړ کړي او ستر غاصبين هغه څوک دي، چې شا وخوا زر جريبه ځمکه يې غصب کړې ده.
د افغانستان د اراضي خپلواکې ادارې وياند وويل، چې دغه ځمکې د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې غصب شوې او په څلورو نورو ولايتونو کې د ځمکو د غصب کوم مورد نه تر سرګو کېږي، خو نوموړي د يادو ولايتونو نومونه په ډاګه نه کړل.
بلخوا د کابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني په دغه ناسته کې، د ياد بنسټ د تېر يوه کال لاسته راوړنو او کړنلارو ته په اشارې سره وويل، ارزونې ښيي چې کابل ښار کې له ٧٠ سلنه زياتې ودانۍ په خپل سري او غيرقانوني توګه جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه، کابل ښار کې د خپل سرو ودانيو د ويجاړولو لړۍ روانه ده، چې له دې جملې يې شا وخوا ١٥٠ ودانۍ د کابل ښاروالۍ د اساسي ودانيو د کنټرول رياست له لوري ويجاړې او يا يې هم له جوړېدو مخنيوى شوى دى.
خو د کابل ښاروالۍ وياند وويل: "د کابل ښاروالي ټولې غيرپلاني ودانۍ نه شي ويجاړولى، د نړيوالو بنسټونو په همکارۍ پر يوه نوي ميکانېزم کار کوي، څو پر بنسټ يې دغه ودانۍ قانوني او پلاني شي."
نوموړي په انلاين توګه د جوازونو د صدور په اړه وويل، له دې وروسته هرڅوک کولى شي چې په انلاين ډول په ډېرې اسانۍ جواز ترلاسه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP