ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په عملياتو کې ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

16 Mar 2017 - 16:35
16 Mar 2017 - 16:35

کندوز (پژواک، ٢٦ کب ٩٥): د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې د دريو ملکيانو په ګډون لس کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کومانډو ځواکونو پرون شپه د هوايي ځواک په ملاتړ د چهادرې ولسوالۍ په يتيم کلي کې د وسله والو طالبانو يو مرکز په نښه کړى دى.

هغه زياته کړه: "کومانډو ځواکونو کله چې د طالبانو پر ياد مرکز بريد کړى نو طالبان په يوه کور کې پټ شوي چې د عملياتو په پايله کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي."

د کندوز امنيه قوماندان دغه راز وويل، په يادو عملياتو درې ملکيان هم وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان په دې تړاو نور جزئيات وړاندې نه کړل، خو يو شمېر سيمه ييزو سرچينو ويلي چې دغه بمبار پرون ١١ بجې د بهرنيو ځواکونو له لوري شوی دی.

د يادې پېښې يوې ټپي ناز بي بي چې د کندوز په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې ده، وايي، د شپې په داسې حال کې يې پر کور بريد وشو چې ټول ويده وو.

هغې زياته کړه: "په دغه بريد کې مې پلار، مور او خور وژل شوي از زما په ګډون مې درې خويندې، يو ورور، يو وراره او د کاکا زوى ټپيان شوي دي."

د چهاردرې ولسوالۍ يوه ښوونکي حکيم الله هم چې په ياده پېښه کې ټپي شوى وويل: "پرون شپه يوولس بجې ټول ويده وو چې ناڅاپه يې الوتکې پر کور بريد وکړ، چې په پايله کې يې زموږ د کور درې کسان ووژل شول او شپږ نور ټپيان دي."

د کندوز د حوزوي روغتون امر ډاکټر نعيم منګل وويل چې روغتون تر اوسه د چهاردرې ولسوالۍ د يتيم کلي له بمبارۍ د يوه ماشوم، دوو سړيو او څلورو مېرمنو په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي چې له دې جملې يې د يوې مېرمنې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version