Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار او لغمان ته له راستنو شوو زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې

ننګرهار او لغمان ته له راستنو شوو زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې

author avatar
16 Mar 2017 - 13:02
ننګرهار او لغمان ته له راستنو شوو زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې
author avatar
16 Mar 2017 - 13:02

جلال اباد (پژواک، ٢٦ کب ٩٥): ننګرهار او لغمان ولايتونو ته پر راستنو شوو زرګونو کورنيو مرستې ووېشل شوې.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د يو شمېر مرستندویه ادارو په مالي همکارۍ شاوخوا له دوه زره کډوالو کورنيو سره د نغدو پیسو او يو اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى وايي چې يادې کورنۍ د تېر زېږيز کال په اوږدو کې له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي.

نوموړي وويل چې له دې ډلې څوارلس سوه کورنيو ته خوراکي توکي او پاتې اووه سوه کورنيو ته شپږ شپږ زره افغانيو نغدې مرستې ورکړل شوې.

د فقيرزي په وينا، د تېرو لسو مياشتو په اوږدو کې شاوخوا له څلوېښت زره راستنو شوو کورنيو سره د بېلابېلو خيريه ادارو له لوري نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې دي.

د کډوالو چارو رييس وايي چې د نورو راستنو شوو کورنيو سروې روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به ورسره د يو شمېر خيريه ادارو له لوري بېلابېلې مرستې ترسره شي .

د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې هم پر۳۲۵۰ راستنو شوو کورنيو باندې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرستې د WFP,NCRO او IOM موسسو له خوا برابرې شوې وې.

هغه زياته کړه چې هرې کورنۍ ته غوړي، دال، مالګه، بسکېټ او نور توکي ورکړل شوي او٢٥٠ کورنيو ته غير خوراکي توکي ورکړل شوی چې په کې خېمې، کمپلې، ترپالونه، ګازډبې او بخارۍ شاملې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.