تالقان(پژواک،٣٠کب٩٥): د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې د تخار ولايت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د امنیت مدیر او ساتونکی ټپيان شول.
په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه په ۱۱ بجو هغه مهال رامنځته شوې چې د یادې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر پاچاخان په کندهاریانو سیمه کې د طالبانو په کمین ور برابر شو.
نوموړی وايي چې امنیتي ځواکونو مقاومت کړی، خو یو ټانک او یو رېنجر موټر یې ویجاړ شوی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي عزیز الله پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د امنیتي ځواکونو د ګزمې لار نیولې وه، خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله، بېرته له سیمې په شا شول.
دی وايي چې کندهاریانو کلی د خواجه بهاءالدین ښار په ۲۰۰ مترۍ کې دی او کله ناکله وسله وال طالبان ښار ته نږدې سیمو کې هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات وکړل، خو د امنيتي ځواکونو له تګ وروسته ځينې سيمې بېرته طالبانو ونيولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن