مزارشريف (پژواک، ٣٠ کب ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن په شور کې د هر کال د وړو سوداګرو سوداګري ښه کېږي؛ خو سږکال سوداګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کاروبار ټکنی دی.
هر کال د کب له پنځلسمې نېټې مزارشريف ښار ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو زيات شمېر خلک راځي؛ خو سږکال تر دې دمه چې دغه جشن ته يوازې يوه ورځ پاتې ده د مزارښار واټونه د تېرو کلونو په څېر ګڼه ګوڼه نه لري.
د خلکو همدې کمرنګۍ د ځينو هوټلونو او وړو سودګرو پر کاربار باندې منفي سوداګريز اغېز کړی، چې د هر کال د نوي کال د څلوېښتو ورځو سوداګرۍ ته په تمه وي.
له نورو ولايتونو هم دغه ښار ته خلک د ځينو توکو د پلور په موخه راغلي دي.
د بلخ او له نورو ولايتونو څخه راغلي واړه سوداګر، د سړکونو پر غاړو د ګوتمو، عينکو، د غاړې دستمالونو، او د ورته نورو توکو د پلورلو له لارې د ډېرې ګټې په تمه دي.
د مزارشريف ښار د پراخو سړکونو څنډې او د لوړو ودانيو سيوري ته ناست عينک پلورونکي محمدحسن پژواک ته وويل چې په دغو ورځو کې يې کاربار ښه شوی ؛ خو د پخوانيو کلونو په څېر ډېر نه دی.
نوموړي زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې به دا وخت مزار له خلکو ډک و، په سړکونو به بد حال و، چې په منځ کې به يې زموږ سودا هم ښه کېده.))
د هغه په وينا، سږکال داسې نه ده،د خلکو راتګ ډېر کمرنګه دی چې له امله د دوی سوداګري هم ښه نه ده.
۳۲ کلن صفت الله وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د نوي کال په شپو ورځو کې له ننګرهاره مزارشريف ښار ته د کاربار لپاره راځي.
نوموړی د ښار پر سړکونو د ماشومانو لپاره د لوبو سامانونه پلوري.
هغه پژواک ته وويل چې سږکال يې سودا د تېرو کلونو په څېر خوندوره نه ده.
ده زياته کړه: ((سږکال نه پوهېږم چې ولې خو خلک ډېر کم راغلي دي، دا وګوره دوه ورځې نوي کال ته پاتې دي خو د خلکو درک نه لګېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن