مزارشريف (پژواک د وری لومړۍ، ۹۶): د بلخ والي عطامحمد نور د خپلو سياسي مبارزو د ژوندي ساتلو په موخه په نږدې موده کې له خپلې دندې د استعفا خبره وکړه.
نوموړي دغه څرګندونې د وري په لومړۍ نېټه په مزارشريف ښار کې د نوي کال جشن په اوږدو کې د روضې جنډې د پورته کېدو په مراسمو کې د زرګونه خلکو پر وړاندې وکړې.
په دغه مراسمو کې د ولسمشر د دويم مرستيال محمد سرور دانش تر څنګ د شمال زون لوړپوړو امنيتي چارواکو، د ولسي جرګې او د ولايتي شوراګانو وکيلانو، په شمال کې د غوڅ ملاتړ قومندان، په بلخ کې د ګاونډيو هېوادونو کونسلرانو او د پښتونخوا ايالت ګورنر هم برخه اخيستې وه.
د بلخ والي عطامحمد نور د جنډې له پورته کېدو مراسمو څخه وړاندې په خپلو خبرو کې وويل، چې دی نږدې دولس کاله وړاندې په داسې حال کې د بلخ د والي په توګه وټاکل شو، چې په دغه ولايت کې انارشيزم حاکم و.
نوموړي زياته کړه، چې د شوې جګړې له امله مزارشريف ښار په کنډواله بدل و، عوايد مرکز ته نه استول کېدل او هره اخوا غير مسوول وسلوال وو.
خو هغه ټينګار وکړ، چې نن بلخ د ټول هېواد په کچه په بيارغونه، حکومتداري او ښه امنيت کې نوم لري.
نور د خپلې ټولې دورې د چارو مفصل راپور وړاندې کړ، چې پکې د بلخ ولايت بيارغونې، تعليم او تربيه، کرنې، اقتصاد او سوداګري، روغتيا او امنيت برخو ته تم شوو.
د بلخ والي په خپلو خبرو کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې د شته سياسي ګونګسيو سربېره يې دی بيا هم د بلخ د والي په توګه وټاکه.
خو د پورته مننې سره تړلې يې دا يادونه هم وکړه، چې په نږدې موده کې به د خپلو سياسي مبارزو د ژوندي ساتلو په موخه د بلخ ولايت له مقام څخه استعفا وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه چاره د هغو وعدو پورته کېدو لپاره کوي، چې خلکو ته يې ورکړي او همداراز په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره، چې خپل سياسي تګلاره به پکې ژوندۍ ساتي.
خو هغه ټينګار وکړه، چې دوی د هغو خبرو اترو پايلو ته انتظار دي، چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې له تېرې څه مودې پيل کړې دي.
نور وويل، چې دوی د جمعيت ګوند او ارګ تر منځ د شوي پرېکړليک د پلی کېدو په تمه هم دي، چې خاکه يې بشپړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن