تالقان (پژواک، ٢ ورى ٩٥): په تخار ولايت کې د نا مسوولو وسله والو يو ځايي قوماندان له خپلې مور او ښځې سره يو ځاى وژل شوى دى.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالجليل اسير د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د نواباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ناپېژاندو کسانو په ياده سيمه کې د قوماندان فتاح په نامه د ځايي نامسوول وسله وال پر کور بريد کړى او هغه يې له مور او ښځې سره وژلى دى.
د نويد په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې قوماندان فتاح په سيمه کې تر ١٥ پورې نامسوول وسله وال درلودل او په درېيو ولسواليو کې يې د جنبش قوماندان ملک تاتار پورې تړاو درلود.
تر اوسه ددې پېښې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى .
د يادونې ده چې په تخار ولايت کې نامسوول وسله وال ډېر دي او تر دې مخکې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن