Language

په کندوز کې د يوې پوستې نهه پوليس ووژل شول

کندوز(پژواک،٣ ورى ٩٦): د کندوز ولايت چارواکو د وسله والو طالبانو لخوا د نهو پوليسو او يوې امنيتي پوستې د سوځولو خبر ورکړ.

 د شمال شرق زون د پوليسو وياند محفوظ الله اکبري پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه يوه بجه د کندوز-علي اباد پر لاره رامنځته شوې ده .

 سرچينې وويل چې د پوستې يوه پهردار له طالبانو سره اړيکه درلوده ، د شپې يې يوشمېر وسله وال طالبان پوستې ته دننه کړي، په خوب ويده نهه پوليس يې وژلي او ټول نظامي تجهيزات يې وړي دي. 

د نوموړي په خبره ، وسله والو ياده پوسته هم په بشپړ ډول سوځولې ده .

سرچينې وويل چې ددغې پوستې قوماندان محمداګل تېره شپه په ياده پوسته کې نه و او دغه کار د پوستې يو پهردار له وسله والو طالبانو سره په اړيکه کې کړى.

ده وويل چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

 

login or register a new account.