Language

اووه وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٦): چارواکي وايي چې د تخار په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اووه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور پوليس هم ټپيان شوي دي.

 په هغه خبرپاڼه کې چې په شمال شرق زون کې د پوليسو له عمومي قوماندانۍ څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ، راغلي چې تېره شپه په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى.

 د يادې قوماندانۍ قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال ويلي چې وسله والو تېره شپه پر خواجه بهاوالدين ولسوالۍ بريد وکړ چې دغه بريد د تخار د امنيه قواندانۍ د پوليسو په مرسته مات او وسله وال په شا وتمبول شول.

ده زياته کړې چې په دې بريد کې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .

نوموړي دغه راز وويل چې په دې بريد کې څلور پوليس هم ټپيان شوي او د ولسوالۍ ودانۍ هم يوڅه زيانمن شوې ده .

له بلې خوا د خواجه بهاءالدين يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط، پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو د شپې په ١٢ بجو د ولسوالۍ به بازار بريد وکړ، چې په پايله کې يې درې دوکانونه وسوځېدل.

ده زياته کړه، وروسته طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيت مديريت باندې حمله وکړه، چې دواړو تعميرونو ته يې اور ورته کړ.

د هغه په وينا، کله چې مخالفينو غوښتل پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ، د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او طالبان شاتګ ته مجبور شول.

 وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.