Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ١٣٩٦ کال له پسرلني کرنيز نندارتون شا وخوا ١٢٠ زره کسانو ليدنه کړې

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٦): د کرنې وزارت ويلي، چې د ١٣٩٦ لمريز کال له کرنيز نندارتون شا وخوا ١٢٠ زره کسانو ليدنه کړې، چې له دې لارې افغان بزګرانو، مالدارانو، کورنيو توليد کوونکو او ياد وزارت پنځه مليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

د ياد وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل اتلسم کرنيز نندارتون چې د نوروز له مېلې سره يوځاى د کابل په بادام باغ کې ترسره شو؛ له لاسته راوړنو ډک و.

په ياد نندارتون کې د ښځو د لاسي صنايعو، د بېلابېل ډول اصلاح شوو تخمونو (سبزيجاتو، حبوباتو او مېوو) ، لبني توليداتو، کرنيزو محصولاتو، د معياري تړل شوو محصولاتو، وچې مېوې، کرنيز ماشين الات او د ګلانو د محصولاتو ٢٨٠ غرفې نندارې ته وړاندې شوې وې.

د خبرپاڼې په خبره، دا نندارتون د درېيو ورځو لپاره د وري له ٢مې تر ٤مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې جوړ شوى و.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، په ټوليز ډول له نندارتون نه ١١٧٣٤١کسانو ليدنه کړې چې په ټوليز ډلو يې د افغان کرنيزو محصولاتو، د ښځو کورنيو لاسي صنايعتو د توليداتو، د کورنيو توليداتو د توليدوونکو بزګرو او کروندګرو له عايد نه (٣٧٩٢٧٢١) افغانۍ تر لاسه کړې دي.

په ورته وخت کې د  افغان سوداګرو، خصوصي متشبثينو، پانګه والو او کروندګرو تر منځ د ١٦٢ ميليونه، ٤٥٧زره او ١٥٠ افغانيو په ارزښت سوداګريز قرار دادونه لاسليک شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په ټوليز ډول يې (١١٨٧٥٠٠) افغانۍ د کرنيز نندارتو د غرفو له کرايې تر لاسه کړې چې د کرنې وزارت عوايد ګڼل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.