Language

ولسمشر : ښوونیز نصاب ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکی نه دی

مزارشريف (پژواک، ٥ ورى ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي، ښوونیز نصاب ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکی نه دی او پر ښوونکو فشار زیات دی.

ولسمشر دغه څرګندونې د وري په ٥مه، بلخ ولايت ته د سفر پر مهال په مزار شريف کې بېلا بېلو غونډو ته د وينا پر مهال کړې دي.

ولسنمشر په پیل کې  د نوي جوړ شوي ”نور“ تالار پرانیسته وکړه او بيا يې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره ۱۳۹۶ ښوونیز کال په بلخ ولایت کې پیل کړ.

د بلخ والي عطامحمد نور  يادې غونډې ته د امنیت د تامین، صحي خدماتو، پوهنې او لوړو زده کړو او عمراني کارونو په برخو کې  د دې ولایت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل .

هغه زياته کړه، چې د بلخ ولایت روغتونونه او صحي مرکزونه له ۱۱ څخه ۱۳۶ ته زیات شوي او د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې او په روان کال کې ۱۹ نوي صحي مرکزونه په دې ولایت کې جوړ شوي دي.

د بلخ والي د معارف د ودې په اړه وویل، په بلخ ولایت کې په ۶۸۰ ښوونخیو او مدرسو کې  ۶۲۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

هغه وویل، د بلخ ولایت د ښوونځیو ۵۰ سلنه زده کوونکي نجونې دي او د ۱۳۶۰۰ ښوونکو ۵۵ سلنه مېرمنې دي.

ولسمشر اشرف غني له  بلخ والي څخه په یاد ولایت کې د واضح پرمختګونو او پام وړ لاسته راوړنو له امله په مننې سره وویل، د ښوونځي زنګ د وهلو لپاره د مولانا، علي مرتضی، رابعه بلخي، علمای کرامو، مبارزینو او مجاهدینو له ښار او ولایت څخه غوره ځای نشته.

هغه زياته کړه : ((عملاً مو لیدلې وي چې افغانستان د مرکزي اسیا نه جلاکېدونکې برخه دی او که د افغانستان دښمنان د دې هېواد لارې بندوي، باید پوه شي چې موږ مختلف مسیرونه په اختیار کې لرو.))

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د کندوز، بلخ او هرات د اورګاډي کرښو په نښلولو سره به چین او ایران د افغانستان له لارې سره وصل شي.

اشرف غني وويل، که په بلخ کې رامنځته شوی تعادل افغانستان شموله شي ، لرغونی بلخ دوباره د اسیا وچې او مرکزي اسیا په څلور لار بدلېږي.

محمد اشرف غني وویل، ښوونیز نصاب ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکی نه دی او پر ښوونکو فشار زیات دی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.