منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر : ښوونیز نصاب ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکی نه دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٥ ورى ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي، ښوونیز نصاب ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکی نه دی او پر ښوونکو فشار زیات دی.

ولسمشر دغه څرګندونې د وري په ٥مه، بلخ ولايت ته د سفر پر مهال په مزار شريف کې بېلا بېلو غونډو ته د وينا پر مهال کړې دي.

ولسنمشر په پیل کې  د نوي جوړ شوي ”نور“ تالار پرانیسته وکړه او بيا يې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره ۱۳۹۶ ښوونیز کال په بلخ ولایت کې پیل کړ.

د بلخ والي عطامحمد نور  يادې غونډې ته د امنیت د تامین، صحي خدماتو، پوهنې او لوړو زده کړو او عمراني کارونو په برخو کې  د دې ولایت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل .

هغه زياته کړه، چې د بلخ ولایت روغتونونه او صحي مرکزونه له ۱۱ څخه ۱۳۶ ته زیات شوي او د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې او په روان کال کې ۱۹ نوي صحي مرکزونه په دې ولایت کې جوړ شوي دي.

د بلخ والي د معارف د ودې په اړه وویل، په بلخ ولایت کې په ۶۸۰ ښوونخیو او مدرسو کې  ۶۲۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

هغه وویل، د بلخ ولایت د ښوونځیو ۵۰ سلنه زده کوونکي نجونې دي او د ۱۳۶۰۰ ښوونکو ۵۵ سلنه مېرمنې دي.

ولسمشر اشرف غني له  بلخ والي څخه په یاد ولایت کې د واضح پرمختګونو او پام وړ لاسته راوړنو له امله په مننې سره وویل، د ښوونځي زنګ د وهلو لپاره د مولانا، علي مرتضی، رابعه بلخي، علمای کرامو، مبارزینو او مجاهدینو له ښار او ولایت څخه غوره ځای نشته.

هغه زياته کړه : ((عملاً مو لیدلې وي چې افغانستان د مرکزي اسیا نه جلاکېدونکې برخه دی او که د افغانستان دښمنان د دې هېواد لارې بندوي، باید پوه شي چې موږ مختلف مسیرونه په اختیار کې لرو.))

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د کندوز، بلخ او هرات د اورګاډي کرښو په نښلولو سره به چین او ایران د افغانستان له لارې سره وصل شي.

اشرف غني وويل، که په بلخ کې رامنځته شوی تعادل افغانستان شموله شي ، لرغونی بلخ دوباره د اسیا وچې او مرکزي اسیا په څلور لار بدلېږي.

محمد اشرف غني وویل، ښوونیز نصاب ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکی نه دی او پر ښوونکو فشار زیات دی.

د هغه په وينا، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر ښوونکي هم ملي یووالی تامینوي او هغوی باید په محوریت کې قرار ولري.

هغه له هلکانو او نجونو وغوښتل چې د افغانستان راتلونکی په ښه توګه مدیریت کړي.

ولسمشر غني وویل، د معارف فعالیتونه په یوه وزارت کې نه شي خلاصه کېدلی، د افغانستان د راتلونکي لپاره تعلیم نهایت مهم دی او باید ملي دفاع، کورنیو چارو، مخابراتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونه هم په هغه کې اساسي نقش ولوبوي.

ده زياته کړه، چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې شپږ اعشاریه نهه میلیون ټوکه کتابونه وېشل کېږي او د معارف د ارزونې او کنترول لپاره به ملي کمیسیون جوړ شي.

ولسمشر وايي، د نوروز د مراسمو په خاطر له جوړ شوي کمیسیون څخه چې په بلخ ولایت کې د امن فضا کې د نوروز مراسمو د ترسره کولو لپاره یې کوښښ وکړ مننه وکړه، وې ویل.

هغه زياته کړه : ((هغوی چې د افغانستان اسلامي جمهوریت، زموږ د اسلامي عقایدو او ملي یووالي په مقابل کې وسله پورته کوي، د افغانستان دښمنان دي او موږ  یې ځپو.))

ورپسې ولسمشر او ورسره پلاوي په داسې حال کې چې د بلخ والي عطامحمد نور، یو شمېر علماوو او د یاد ولایت د حج او اوقاف مسوولینو یې ملتیا کوله، د روضې جامع جومات پرانیست.

د روضې شریف جومات چې ولسمشر په ځانګړې پاملرنه بیارغاول شوی دی، په وطني جای نمازونو پوښلی او  په یو وخت کې د اوه زره لمونځ کوونکو د ځایولو ګنجایش او د اودسونو عصري ځای لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست