ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یو دیني عالم او زده کوونکي یې له طالبانو سره یو ځای شوي

تخار کې یو دیني عالم او زده کوونکي یې له طالبانو سره یو ځای شوي

author avatar
26 Mar 2017 - 14:31
تخار کې یو دیني عالم او زده کوونکي یې له طالبانو سره یو ځای شوي
author avatar
26 Mar 2017 - 14:31

تالقان (پژواک، ٦ ورى ٩٥): په تخار کې امنيتي چارواکي وایي چې په مرکز تالقانو کې یو دیني عالم له خپلو زده کوونکو سره له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

په تالقانو کې یوې امنیتي سرچینې د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تالقانو کې يو ديني عالم مولوي کبير له خپلو اوو زده کوونکو سره د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

سرچینه زیاتوي چې یاد دیني عالم تر دې وړاندې هم له وسله والو طالبانو سره اړیکې درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې مولوي کبیر له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور تېر کال هم د ملي امنیت له لوري نیول شوی و چې وروسته بیا د دیني عالمانو له لاریون او ضمانت وروسته بېرته خوشی شو.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست ویاند مخلص تالقاني پژواک ته وويل چې مولوی کبیر د تالقانو په شپږم سړک کې د یوې مدرسې ښوونکی او مدرس و.

تالقاني وایي چې نوموړی مخکې تر دې هم درې ځلې د ملي امنیت له لوري له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوی و چې د یو شمېر دولتي لوړ پوړو چارواکو او مخورو کسانو په منځګړتوب بېرته خوشی شوى و.

نوموړی وایي، مولوي کبیر مخکې تر دې چې له طالبانو سره یو ځای شي, د جمعې په خطابه کې يې د دولت پلوه ملایانو د وژلو فتوا هم ورکړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.