کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د افغانستان د روڼتيا څار ټولنه د افغانستان د کانونو له لوټ د اندېښنې ترڅنګ وايي، د کانونو له غيرقانوني راسپړنې ترلاسه شوي عوايد په هېواد کې د جګړې د دوام، د ترهګرو د مالي ملاتړ او پراخه فساد لامل شوي دي.
د ياد بنسټ په باور، د کانونو سکټور د ناسم مديريت له امله په يوې تباهۍ بدل شوى او کېداى شي دا کار هېواد راتلونکي کې له سترو ننګونو سره مخامخ کړي.
د افغانستان د روڼتيا څار ټولنې د عدالت غوښتنې مسوول ناصر تيموري، چې نن کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان له کانونو څخه د څار له ٣٠ د زياتو بنسټونو په استازيتوب خبرې کولې، ولسي جرګې ته د کانونو وزارت لپاره د نوماند وزيرې له ورپېژندنې د هرکلي ترڅنګ وويل، د قراردادي شرکتونو له لوري هر کال ميليونونه ډالر هېواد کې د کانونو د راسپړنې پر مهال لوټ کېږي.
نوموړي، د هېواد کانونه د افغانانو ملي پانګه او راتلونکي کې د ملت او دولت پر ځان د بساينې هيله وبلله او ويې ويل: "له بده مرغه د ملي يووالي حکومت له دوه کلونو څخه په زياته موده کې، د افغانستان د کانونو سکټور د ناسم مديريت ډېرې نښې نښانې تر سترګو شوې؛ که چېرې وضعيت دا ډول دوام ومومي، کېداى شي د افغانستان کانونه د وخت په تېرېدو سره افغانانو او دولت ته د سترې بدبختۍ لامل شي."
هغه د دې خبرې په کولو سره چې د هېواد کانونو ته نه پاملرنه د حکومت په اړه د خلکو د باور او د کانونو پر سکټور د مديريت د باور له لاسه ورکولو لامل شوي، وويل چې د واک لرونکي مشرتابه نه شتون او د افغانستان د کانونو د قانون نه تعديل، په ياد سکټور کې د لوټ لامل ګرځېدلي دي.
نوموړي، په غيرقانوني توګه د هېواد کانونو له راسپړنې څخه د مخنيوي لپاره د کانونو د قانون تعديل ډېر مهم وباله او زياته يې کړه، که چېرې د ياد وزارت لپاره نوماند وزيرې د باور رايه ترلاسه کړه، نو د کانونو قانون تعديل ته بايد کاري لومړيتوب ورکړي او د کانونو ټول قراردادونه د سياسيونو او د هېواد د چارواکو د خپلوانو له منګولو وژغوري.
د هغه په وينا، له دې جملې يې له شرکتونو سره له ٣٠٠ زيات لاسليک شوي قراردادونه، د هغو ستونزو سربېره چې په ټولو قراردادونو کې موجودې دي، پنځه شرکتونه د مالياتو د نه ورکړې، د ځمکې د کرايې او د کانونو د غيرقانوني راسپړنو له امله هر کال له ٥٠ ميليون زيات امريکايي ډالره لوټي.
د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد د طبيعي سرچينو برخې څېړونکى مجيب احمد عزيزي هم وويل، په تېرو څو کلونو کې د کانونو، نفت او ګازو په برخو کې د افغانستان دولت او خلکو له خزانې څخه سلګونه ميليون ډالر لوټل شوي او دغه راز ترهګريزې ډلې هم د کانونو له سکټور څخه د تاوتريخوالي فعاليتونو په ترسره کولو کې ګټه اخلي.
ده وويل، د هېواد په کچه لس زره هغه ځايونه چې کانونه په کې موجود دي، زورواکي او وسله وال مخالفين په کې په غيرقانوني توګه کانونه راسپړي، چې له دې کاره ډېرى ګټه هم د وسله والو مخالفينو لاسونو ته رسيږي.
عزيزي د کانونو په سکټور کې د اړوندو دولتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د نه شتون له امله هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، د دوى ترمنځ د همغږۍ نه شتون په هېواد کې د کانونو د عوايدو د لوټ او روڼتيا له منځه تلو لامل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټروليم وزارت وياند ذبيح الله سروري له پژواک سره د ټېليفوني اړيکې پر مهال په دې تړاو د جزئياتو له وړاندې کولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP