Language

د بلخ کروندګر د کرنې د ميکانيزه کېدو برخه کې شوې چارې کمې بولي

مزارشريف (پژواک، ۹ وری ۹۶): د بلخ کروندګر په تېره يوه نيمه لسيزه کې د کرنې د ميکانيزه کېدو او په عصري وسايلو سمبالېدو په برخه کې شوې چارې ډېرې کمې بولي.

دوی په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو کمښت، د کرنيزو تخنيکي وسايلو کمښت او د اوبو د مهارېدو لپاره د سربندونو کمښت جدي ستونزې ګڼي.

دغه څرګندونې د ياد ولايت کروندګرو د وري په ۹مه، له پژواک خبري اژانس سره په بلخ ولايت کې د دهقان ورځې په وياړ د کرنيزو توکو د جوړې شوې نندارې په څنډه کې وکړې.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس سراج الدين مهربان پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې د دهقان ورځې په وياړ د کرنيزو حاصلاتو او کرنيزو تخنيکي وسايلو نندارتون جوړ کړی دی.

نوموړي زياته کړه، دغه توکي په شلو غرفو کې نندارې ته وړاندې شول، چې کروندګرو او سوداګرو په کې برخه اخيستې وه.

د بلخ کروندګرو، که څه هم ورته نندارې د کرنيزو توکو د بازار موندنې په برخه کې ګټور کار وباله، خو تر څنګ يې له خپلو جدي ستونزو هم يادونه وکړه.

کروندګر حاجي مصطفی پژواک ته وويل، په تېره يوه نيمه لسيزه کې د کرنې په برخه کې په شويو چارو سربېره هم، کروندګر له خورا ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي د کرنيزو اوبو کمښت د کروندګر لومړۍ او خورا جدي ستونزه وبلله، خو ترڅنګ يې وويل، بايد تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرنې سيسټم ميکانيزه او په عصري وسايلو سمبال شوی وای.

نوموړي چې له کلونو راهيسې دهقاني کوي، وويل چې دولت له بزګرو سره د کرنيزو تخنيکي وسايلو په برخه کې د ياد وړ مرسته نه ده کړې.

هغه له دولت څخه په همدې برخه کې د جدي ملاتړ غوښتنه وکړه.

بلخوا د چمتال ولسوالۍ کروندګر حاجي غوپي پژواک ته وويل، دولت کرنه يواځې دهقان ته پريښې ده.

نوموړي زياته کړه، په شويو مرستو سربېره هم دهقانان د کيمياوې سرې، سربندونو، سړو خونو او کرنيزو اوبو په برخه کې جدي ستونزې لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.