مزارشريف (پژواک، ۹ وری ۹۶): د بلخ کروندګر په تېره يوه نيمه لسيزه کې د کرنې د ميکانيزه کېدو او په عصري وسايلو سمبالېدو په برخه کې شوې چارې ډېرې کمې بولي.
دوی په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو کمښت، د کرنيزو تخنيکي وسايلو کمښت او د اوبو د مهارېدو لپاره د سربندونو کمښت جدي ستونزې ګڼي.
دغه څرګندونې د ياد ولايت کروندګرو د وري په ۹مه، له پژواک خبري اژانس سره په بلخ ولايت کې د دهقان ورځې په وياړ د کرنيزو توکو د جوړې شوې نندارې په څنډه کې وکړې.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس سراج الدين مهربان پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې د دهقان ورځې په وياړ د کرنيزو حاصلاتو او کرنيزو تخنيکي وسايلو نندارتون جوړ کړی دی.
نوموړي زياته کړه، دغه توکي په شلو غرفو کې نندارې ته وړاندې شول، چې کروندګرو او سوداګرو په کې برخه اخيستې وه.
د بلخ کروندګرو، که څه هم ورته نندارې د کرنيزو توکو د بازار موندنې په برخه کې ګټور کار وباله، خو تر څنګ يې له خپلو جدي ستونزو هم يادونه وکړه.
کروندګر حاجي مصطفی پژواک ته وويل، په تېره يوه نيمه لسيزه کې د کرنې په برخه کې په شويو چارو سربېره هم، کروندګر له خورا ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړي د کرنيزو اوبو کمښت د کروندګر لومړۍ او خورا جدي ستونزه وبلله، خو ترڅنګ يې وويل، بايد تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرنې سيسټم ميکانيزه او په عصري وسايلو سمبال شوی وای.
نوموړي چې له کلونو راهيسې دهقاني کوي، وويل چې دولت له بزګرو سره د کرنيزو تخنيکي وسايلو په برخه کې د ياد وړ مرسته نه ده کړې.
هغه له دولت څخه په همدې برخه کې د جدي ملاتړ غوښتنه وکړه.
بلخوا د چمتال ولسوالۍ کروندګر حاجي غوپي پژواک ته وويل، دولت کرنه يواځې دهقان ته پريښې ده.
نوموړي زياته کړه، په شويو مرستو سربېره هم دهقانان د کيمياوې سرې، سربندونو، سړو خونو او کرنيزو اوبو په برخه کې جدي ستونزې لري.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس مهربان وويل، په تېر کال يې د بلخ د ١٤ ولسواليو کروندګرو ته کرنيز تخمونه وېشلي دي.
نوموړي همداراز د سړو خونو د جوړېدو او په لرو کرنيزو سيمو کې د سربندونو له جوړېدو هم يادونه وکړه.
هغه په بلخ کې د کرنيزو اوبو د کمښت لامل په بلخ کې د روانو طبيعي اوبو کموالى وباله، خو تر څنګ سږنی کال د ژمي د شويو ورښتونو له امله ښه کال وګڼه.
د ويلو ده، چې د بلخ کرنيزې ځمکې په يوه ثانيه کې ٤٠٠ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، خو په بلخ کې روان سيند په يوه ثانيه کې يواځې ٣٣ متر مکعب اوبه ځمکو ته ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










