مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۹۶): په بلخ ولايت کې ښوونځيو ته د ماشومانو استولو په پار مدني او ولسي کمپاين پيل شو.
دغه کمپاين وروسته له هغه د بلخ ځينو فرهنګي کړيو د پوهنې رياست چارواکو په ملاتړ پيل کړ چې د ياد ولايت په ځينو لرو پرتو سيمو کې يو شمېر خطيبانو په جوماتونو کې د ښوونځي او زده کړو ضد تبليغات کړي وو.
دغه کمپاين د بلخ له چاربولک ولسوالۍ څخه پيل شول، خو پر مخ وړونکي یې وايي چې د تعليم او زده کړو د ارزښت غږ د بلخ تر هر کلي او کوره رسوي.
د ياد کمپاين تنظيموونکي او د بلخ د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغانزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ کې د پوهنې رياست په برخه کې ځينې ستونزې شته.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې لا هم خلک د زده کړو پر ارزښت نه پوهېږي.
د هغه په وينا، لا هم په ځينو سيمو کې د مشرانو له خوا ماشومان په يوه او بله پلمه له ښوونځيو ګرځول کېږي.
افغانزي وويل چې له پيل شوي کمپاين څخه يې موخه همدا ده چې بايد هر پلار او د هرې کورنۍ مشر ته قناعت ورکړل شي چې زده کړې د ژوند لومړنی ارزښت دی او بايد په خپلو ماشومانو زده کړي وکړي.
د ياد کمپاين په تړاو د چاربولک ولسوالۍ بازار په جامع جومات کې په نيول شوې غونډه کې ديني عالمانو هم د ملاتړ غږ وکړ.
ديني محمد رسول يادې غونډې ته په خبرو کې وويل چې د اسلام له نظره په مسلمان نر او ښځې تعليم کول فرض دي.
نوموړي زياته کړه چې د تعليم د انسان پېژندنې او خدای پېژندنې تر ټولو اساسي لاره ده.
هغه وويل چې دوی د ورته کمپاين ملاتړ کوي.
قومي مشران هم په بلخ کې د زده کړو د ارزښت په تړاو د روان کمپاين ملاتړ کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP