منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې ښوونځیو ته د ماشومانو د هڅولو په موخه ولسي کمپاین پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۹۶): په بلخ ولايت کې ښوونځيو ته د ماشومانو استولو په پار مدني او ولسي کمپاين پيل شو.

دغه کمپاين وروسته له هغه د بلخ ځينو فرهنګي کړيو د پوهنې رياست چارواکو په ملاتړ پيل کړ چې د ياد ولايت په ځينو لرو پرتو سيمو کې يو شمېر خطيبانو په جوماتونو کې د ښوونځي او زده کړو ضد تبليغات کړي وو.

دغه کمپاين د بلخ له چاربولک ولسوالۍ څخه پيل شول، خو پر مخ وړونکي یې وايي چې د تعليم او زده کړو د ارزښت غږ د بلخ تر هر کلي او کوره رسوي.

د ياد کمپاين تنظيموونکي او د بلخ د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغانزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ کې د پوهنې رياست په برخه کې ځينې ستونزې شته.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې لا هم خلک د زده کړو پر ارزښت نه پوهېږي.

د هغه په وينا، لا هم په ځينو سيمو کې د مشرانو له خوا ماشومان په يوه او بله پلمه له ښوونځيو ګرځول کېږي.

افغانزي وويل چې له پيل شوي کمپاين څخه يې موخه همدا ده چې بايد هر پلار او د هرې کورنۍ مشر ته قناعت ورکړل شي چې زده کړې د ژوند لومړنی ارزښت دی او بايد په خپلو ماشومانو زده کړي وکړي.

د ياد کمپاين په تړاو د چاربولک ولسوالۍ بازار په جامع جومات کې په نيول شوې غونډه کې ديني عالمانو هم د ملاتړ غږ وکړ.

ديني محمد رسول يادې غونډې ته په خبرو کې وويل چې د اسلام له نظره په مسلمان نر او ښځې تعليم کول فرض دي.

نوموړي زياته کړه چې  د تعليم د انسان پېژندنې او خدای پېژندنې تر ټولو اساسي لاره ده.

هغه وويل چې دوی د ورته کمپاين ملاتړ کوي.

قومي مشران هم په بلخ کې د زده کړو د ارزښت په تړاو د روان کمپاين ملاتړ کوي.

د چاربولک ولسوالۍ قومي مشر محمد دين پژواک ته وويل چې تعليم د ژوند رڼا ده او پر دې خبره دوی پوه شوي دي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې اوس په ځينو سيمو کې د ديني عالمانو په نوم ځيني خلک د ښوونځي ضد تبليغات کوي چې خلک يې په خبرو پسې خاندي.

د هغه په وينا، دوی به هېڅکله د تعليم او زده کړو د دښمنانانو خبره ونه مني.

که څه هم ولسونو د زده کړو د ارزښت په تړاو د روان کمپاين ملاتړ وکړ خو تر څنګ يې له حکومت څخه د دندو د نه پيدا کېدو په تړا ګيله هم کوله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه