ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيروز: په ځينو ولايتونو کې سل زره کسانو ته هم يو ډاکټر نشته

فيروز: په ځينو ولايتونو کې سل زره کسانو ته هم يو ډاکټر نشته

author avatar
30 Mar 2017 - 20:04
فيروز: په ځينو ولايتونو کې سل زره کسانو ته هم يو ډاکټر نشته
author avatar
30 Mar 2017 - 20:04

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د عامې روغتيا وزير له ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو غواړي، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې خدمت وکړي، ځکه کابل کې د هرو زرو کسانو لپاره يو ډاکټر موجود دى، خو په ځينو ولايتونو کې د سل زره کسانو لپاره هم يو ډاکټر نشته.

دغه راز نوموړي وويل، د هېواد په کچه قابله ګانو ته ډېره اړتيا ده، ځکه دې مسلک ته لېوالتيا کمه ده او ډېرى کسان غواړي د طب ډاکټران واوسي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز، په کابل کې د زاول د لوړو زده کړو له خصوصي موسسې څخه د ٢٨ قابله ګانو په ګډون د ١٢٨ کسانو د فراغت په مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، د روغتيا سکټور يواځينۍ ستونزه د بشري سرچينو ناعادلانه وېش دى، ځکه ډېرى روغتيايي کارکوونکو په سترو ښارونو او امن ځايونو کې د کار کولو لپاره لېوالتيا ښيي.

نوموړي زياته کړه، کابل ښار کې هر زرو کسانو ته يو ډاکټر موجود دى، خو نورستان کې بيا دوه سوه زره کسانو ته هم يو ډاکټر نشته او دغه راز د سل زره ميندو لپاره يو قابله نشته.

هغه زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت ټولو هغو کسانو ته چې په لرې پرتو سيمو او بانډو، ولسواليو او ولايتونو کې کار کولو ته حاضر وي، د کار زمينه برابروي، خو په کابل ښار کې نه؛ ځکه اروزګان، باميان، غور او بادغيس ولايتونو کې سل زره ډاکټرانو ته هم يو ډاکټر نه دى موجود.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى د هر افغان حق دى، وويل: "هره قابله، نرس او روغتيايي کارکوونکى چې په ولايت او ولسواليو کې کار کولو ته حاضر وي، د جذب لپاره ورته زمينه مساعده ده او هڅول کېږي هم څو له دې لارې د عادلانه بشري سرچينو وېش وشي."

د هغه په وينا، د روغتيا په سکټور کې بله ستونزه د ډاکټر، نرس او قابلې ترمنځ تفاوت دى، په داسې حال کې چې د ناروغ د ساتنې او څارنې ډېر کار د ډاکټر په پرتله نرس او قابله کوي، خو بيا هم په روغتونونو کې دا توپير موجود دى.

فيروز زياته کړه، روغتونونو کې بايد د ډاکټر په پرتله د قابله ګانو شمېر څلور برابره زيات وي، خو اوسمهال برعکس روغتونو کې د داکټرانو شمېر د قابله ګانو او نرسانو په پرتله څلور برابره زيات دى، ځکه خلک د قابلګۍ او نرسنګ مسلک ته د قدر په سترګه نه ګوري، په داسې حال کې چې دا مسلک تر ټولو مهم دى.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، څو قابله ګانو ته د سزارين (د مور له ګېډې څخه د جراحۍ په وسيله د ماشوم را ايستل) طريقه هم ور زده کړي، ځکه د ولادي-نسايي برخې يو شمېر ډاکټران او متخصصين په لرې پرتو سيمو کې کار کولو ته چمتووالى نه ښيي.

فيروز څرګنده کړه، ياد وزارت په پام کې لرې دا مهارت هغو کسانو ته ورزده کړي، چې په ولايتونو او ولسواليو کې کار کولو ته حاضر وي.

هغه وويل: "د ماشومانو په خوندي توګه د زېږون لپاره مو په هر ولايت کې د قابلګي يو ښوونځى جوړ کړى، څو قابله ګانې او ولادي ماهرين په کې زده کړې وکړي."

د عامې روغتيا وزير دغه راز څرګنده کړه، د هېواد په کچه د ٢٣٠٠ روغتيايي مرکزونو له جملې يې ٤٠ سلنه قابله ګانې نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.