Language

په ازرې ولسوالۍ کې د دوه پروژو چارې پيل شوې

پل علم(پژواک،١٢ورى٩٦): د لوګر تر ټولو په نا امنه ولسوالۍ ازره کې د ٣٨ ميليونو افغانيو په لګښت د دوه پروژو چارې پيل شوې.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د وري په١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د څه باندې لس کيلومتره سړک پخول او د يو روغتون لپاره د ودانۍ جوړول شامل دي.

ده وويل چې ياد شوى سړک په خروټي، ببر، اکبرخېل، چتره او کڅوال سيمو کې لسګونه کلي سره نښلوي.

هغه زياته کړه: (( دغه سړک ډير خراب دى، نو اوس به په اساسي ډول سره جوړ شي او د خلکو ستونزې به هوارې کړي.))

دغه راز ولسوال وويل چې د روغتون لپاره به هم ودانۍ په اساسي او پاخه ډول سره جوړه شي.

ده وويل چې تر دې وړاندې دغه روغتون، کلينيک و او ودانۍ يې نه درلوده.

حميد زياته کړه: (( کله چې مو پرېکړه وکړه چې دغه کلينيک بايد په روغتون بدل شي،نو بيا مو د ودانۍ لپاره هم تدابير ونيول او نن يې د جوړونې چارې پيل شوې.))

د ولسوال په وينا، د يادو پروژو چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي او ٣٨ ميليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم وويل چې دغه پروژې د ازرې لپاره ډيرې مهمې دي.

ده وويل: (( ازره يوه لرې او نا امنه ولسوالۍ ده، حکومت له پامه غورځولې وه، خو اوس په کې د دوه اساسي پروژو چارې پيل شوې چې تر ډيره به د خلکو مشکلات هوار کړي.))

د همدې ولسوالۍ قومي مشر حيات الله پژواک ته وويل: (( د همدې سړک او روغتون په برخه کې موږ ډير مشکلات درلودل، خو اوس ښه وشو چې دغه پروژې پيل شوې او مشکلات به مو کم شي.))

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ ډيرى اوسېدونکي دې ته اړ کيږي ترڅو خپل ناروغان نورو ولايتونو ته ولېږدوي، خو د روغتون په جوړېدو سره به يې دغه ستونزه هوار شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.