Language

د کندوز دولتي ادارې او زورواکي د اوبو لګښت له امله ميليونونه افغانۍ پوروړي دي

کندوز (پژواک،١٣ورى ٩٦):د کندوز د اوبو رسولو مسوولين وايي، په دې ولايت کې يو شمېر دولتي ادارو او زورواکو د اوبو لګښت له اړخه څه باندې ٥٠ ميليونه افغانۍ نه دې تحويل شوي او ښايي نږدې راتلونکي کې کندوز اوسېدوونکي د څښاک له اوبو څخه محروم شي.

د کندوز ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون رياست سرپرست فريدګل سخي زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوروړو په لست کې دولتي اداري، زورواکي او وکيلان شامل دي او د ولايت مقام ته استول شوى دى.

هغه زياته کړه: "پوروړو ته ګواښ کوو چې د اوبو لګښت پيسې ورکړي؛ له دې پرته به يې نومونه افشا شي او که دا پيسې زموږ لاس ته رانه شي، د کندوز ولايت پر اوسېدونکو به اوبه بندې شي."

 نوموړي د دې مطلب په څرګندولوسره چې ٢٤ساعتونو کې پر خلکو ١٦ساعتونه اوبه وېشل کېږي او مصرف کوونکي بايد د خپل لګښت پيسې پر ټاکلي وخت ورکړي.

د اوبو لګولو رياست سرپرست زياته کړه، دمګړۍ شاوخوا ١٨زره کورنۍ د دې ولايت مرکز، خان اباد او امام صاحب ولسواليو کې د څښاک له اوبو څخه استفاده کوي او روان کال کې به دا شبکه پراختيا ومومي.

له بله پلوه د کندوز والي اسدالله عمرخېل له ادارو او کورنيو څخه چې د اوبو لګښت پيسې يې نه دې ورکړي، غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې خپل مسووليت ترسره کړي او کوم کسان چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د کندوز ولايتي شورا غړي صفي الله اميري وويل، که د اوبو رسولو رياست د دولتي ادارو او زورواکو له لوري د اوبو لګښت پيسو نه ورکولو له امله فعاليت پرېږدي، خلک به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي.

هغه زياته کړه، دمګړۍ د کندوز نږدې ٥٠ سلنه خلک د اوبو رسولو رياست له خدمتونو څخه ګټه اخلي او د عادي څاګانو اوبه صحي نه دي؛ له چارواکو غواړي چې د اوبو لګښت پيسو ورکولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او کوم کسان چې د اوبو لګښت پيسې نه ورکوي، پيسو ورکولو ته دې اړ باسي.

د کندوز يوه اوسېدونکي  حميدالله وويل، دولت دې پر هغو کسانو اوبه بندې کړي چې خپل لګښت نه ورکوي او د قانون منګولو ته دې وسپاري او که پر ټولو اوبه بندې شي، دا د کندوز پر مظلوم ولس سترظلم دى.

د کندوز ښاري اوبو لګولو او کاناليزاسيون رياست د معلوماتو له مخې، اوس د کندوز پر ښاريانو يو متر مکعبه اوبه په ٢٥ افغانۍ وېشل کېږي.

login or register a new account.