ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې یوه ځانمرګې نیول شوې ده

کاپیسا کې یوه ځانمرګې نیول شوې ده

author avatar
2 Apr 2017 - 16:43
کاپیسا کې یوه ځانمرګې نیول شوې ده
author avatar
2 Apr 2017 - 16:43

محمودراقي (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د ملي امنيت ځواکونو په کاپيسا ولايت کې يوه ځانمرګې بريدګره نيولې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د نجراب ولسوالۍ په افغانيه سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وويل چې په دغو عملياتو کې يوه ځانمرګې ښځه او ورسره يو بل سړى نيول شوي دي.

ده زياته کړه چې ياد کسان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې سيمه ييزو پوليسو د نجراب ولسوالۍ په بازار کې د قاري انس په نوم يو کس هم پر ډزو وژلى دى.

ده وويل چې قاري انس په تېر يو کال څو سيمه ييز پوليس پر ډزو وژلي وو چې نن غرمه خپله و وژل شو.

نجراب د کاپيسا د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې يو شمېر سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.