ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياسي جريانونه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره تياری نيسي

9 Apr 2017 - 16:01
9 Apr 2017 - 16:01

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو احتمالي نېټه ٢٠١٩ کال ښودل کېږي، خو سر له اوسه د محمد اشرف غني، عطا محمد نور، عمر داوودزي او انوارالحق احدي په ګډون ځينې څېرې په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره چمتووالى نيسي.

د ٢٠١٤ زېږديز کال ولسمشريزې ټاکنې له ګڼو ادعاوو او جنجالونو سره له پراخو درغليو سره ملګرې وې چې با لاخره د دې لامل شوې چې د ولسمشرۍ دوه نوماندان (محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله) د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کيري په منځګريتوب له يو بل سره د يوه ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه وکړي.

د ياد هوکړه ليک له مخې، کوم نوماند چې ډېرې رايې ترلاسه کړې وي ولسمشر شو او اجرايي پوسټ د بل ټېم په واک ورکړل شو، خو اوسمهال چې د راتلونکو ټاکنو لپاره نږدې درې کاله پاتې دي، ځيني سياسي شخصيتونه سر له اوسه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ لپاره چمتووالى نيسي.

په دې وروستيو کې په سياسي محفلونو کې د محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله، عبدرب الرسول سياف، عطا محمد نور، احمد ضياء مسعود، اکليل حکيمي، حضرت عمر زاخېلوال، عمر داودزي، انوارالحق احمدي او ... ، کسانو نومونه اخيستل کېږي چې ممکن د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ودرېږي.

اوسني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې ډلې پرېکړه کړې چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو (٢٠١٩) کې به اشرف غني نوماند وي او له هغه ملاتړ کوي.

ولسمشر ته يوې نږدې سرچينې د دې خبرې پخلى وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر نوماندي نهايي شوې، يوه ستراتيژي يې ترتيب کړې چې پر بنسټ يې ولسمشر خپل پروګرامونه مخې ته وړي.

خو د حکومت اجرايي مشر ډاکترعبدالله عبدالله چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې له مخکښو نوماندانو و، تر اوسه پورې يې د راتلونکي ٢٠١٩ کال د نوماندۍ په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړى د ٢٠١٤ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني تر څنګ د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند نوماند و، خو د ډاکتر عبدالله او عطامحمد نور تر منځ له سختو اختلافاتو وروسته احتمال لري چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټاکنيزو مبارزو لپاره د جمعيت ګوند له لوري کومه نوې څېره معرفي شي.

د بلخ د والي وياند احمد منير فرهاد وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرايي مشرعطا محمد نور تصميم لري چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د خپلواک نوماند او يا هم د يوه بل نوماند د مرستيال په توګه په ټاکنيزو مبارزو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې عطا محمد نور هم ويلي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره سر له اوسه چمتو والى نيسي او خپلو همفکره او نږدې ملګرو سره يې په راتلونکو ولسمشر ټاکنو کې د درېدو خبرې روانې کړې دي.

د کورنيو چارو پخواني وزير عمر داودزى چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نږدې څېرو شمېرل کېږي، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له احتمالي نوماندانو ګڼل کېږي او وايي چې اوس يې له بېلابېلو ملي او نړيوالو اقشارو سره ليدنې پيل کړې دي.

عمر داودزي ته يو نږدې کس سيد ميثيم احساني په راتلونکو ټاکنو کې د داودزي د نوماندۍ خبر ورکړ او ويې ويل چې داودزى د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې سل په سلو کې نوماند دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version