Language

د کندهار سوداګر: ربع وار بیلانس لویه ستونزه ده

کندهار (پژواک ۲۲ وری ۹۶): کندهار مېشتي ملي سوداګر وايي، ربع وار بیلانس لویه ستونز ده او حکومت دې یې بېرته کلنۍ هغې ته واړوي.

هغوی د سوداګرۍ په برخه کې دا او خپلې نورې ستونزې د ولایت مقام په جوړه شوې غونډه کې وړاندې کړې.

په دې غونډه کې د کندهار د سوداګرو او صنتعکارانو تر څنګ د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب او د مالیې وزارت د عامه اړیکو مسوول او ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ګډون کړی وو.

ملي سوداګر محمد ولي هوتک د سوداګرو په استازیتوب وویل، د سوداګرو تر ټولو جدي ستونزه د لوړو مالیو او درې میاشتنى بیلانس دى چې هغوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي او ډېرې جریمې پرې راغلې دي.

دی زیاتوي، کندهار مېشتي سوداګر او صنعتکاران په هغه حالت کې نه دي چې په هرو درېیو میاشتو کې د خپل فعالیت بیلانس او راپور ورکړي، دا د وخت ضیاع ده او فساد ته هم لاره هواروي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې درې میاشتنی بیلانس دې د پخوا په څېر کلني هغه ته واړول شي.

د ده په خبره، مخکې قانون داسې و چې تاجر او صنعتکار به د کال په پای کې مستوفیت ته خپل بیلانس ورکاوه، حسابونه به یې تصفیه کول او خپل جواز به یې نوی کاوه، خو اوس حکومت غوښتنه کوي چې دا کار دې په هرو درېیو میاشتو کې وشي.

د سپین بولدک د سوداګرۍ خونې مسوول علي محمد وویل، دغلته لویه ستونزه د ګمرک ریاست د کمزورۍ ده چې مالونه د محصول پر مهال ځنډول کېږي.

ده زیاته کړه، په سپین بولدک کې د ګمرک څانګه یواځې یوه ترازو لري چې په سلګونو موټرونه په نوبت کې ورته ولاړ وي، له همدې امله د هغوی مالونه خرابېږي او خپل کیفیت له لاسه ورکوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې دغلته دې یوه بله ترازو هم زیاته شي، څو هم سوداګرو ته اسانتیا رامنځته شي او کارونه یې چټک شي او هم د دولت عواید لوړ شي.

نوموړي دغه راز له مالیې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د کندهار سوداګرو ته دې وخت په وخت د پوهاوي پروګرامونه هم جوړ شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني هم وویل، ربع وار راپور او بیلانس دوی ته ستونزې جوړې کړې دي.

login or register a new account.