منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۲ غ.و
۱۱°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار سوداګر: ربع وار بیلانس لویه ستونزه ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

کندهار (پژواک ۲۲ وری ۹۶): کندهار مېشتي ملي سوداګر وايي، ربع وار بیلانس لویه ستونز ده او حکومت دې یې بېرته کلنۍ هغې ته واړوي.

هغوی د سوداګرۍ په برخه کې دا او خپلې نورې ستونزې د ولایت مقام په جوړه شوې غونډه کې وړاندې کړې.

په دې غونډه کې د کندهار د سوداګرو او صنتعکارانو تر څنګ د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب او د مالیې وزارت د عامه اړیکو مسوول او ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ګډون کړی وو.

ملي سوداګر محمد ولي هوتک د سوداګرو په استازیتوب وویل، د سوداګرو تر ټولو جدي ستونزه د لوړو مالیو او درې میاشتنى بیلانس دى چې هغوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي او ډېرې جریمې پرې راغلې دي.

دی زیاتوي، کندهار مېشتي سوداګر او صنعتکاران په هغه حالت کې نه دي چې په هرو درېیو میاشتو کې د خپل فعالیت بیلانس او راپور ورکړي، دا د وخت ضیاع ده او فساد ته هم لاره هواروي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې درې میاشتنی بیلانس دې د پخوا په څېر کلني هغه ته واړول شي.

د ده په خبره، مخکې قانون داسې و چې تاجر او صنعتکار به د کال په پای کې مستوفیت ته خپل بیلانس ورکاوه، حسابونه به یې تصفیه کول او خپل جواز به یې نوی کاوه، خو اوس حکومت غوښتنه کوي چې دا کار دې په هرو درېیو میاشتو کې وشي.

د سپین بولدک د سوداګرۍ خونې مسوول علي محمد وویل، دغلته لویه ستونزه د ګمرک ریاست د کمزورۍ ده چې مالونه د محصول پر مهال ځنډول کېږي.

ده زیاته کړه، په سپین بولدک کې د ګمرک څانګه یواځې یوه ترازو لري چې په سلګونو موټرونه په نوبت کې ورته ولاړ وي، له همدې امله د هغوی مالونه خرابېږي او خپل کیفیت له لاسه ورکوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې دغلته دې یوه بله ترازو هم زیاته شي، څو هم سوداګرو ته اسانتیا رامنځته شي او کارونه یې چټک شي او هم د دولت عواید لوړ شي.

نوموړي دغه راز له مالیې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د کندهار سوداګرو ته دې وخت په وخت د پوهاوي پروګرامونه هم جوړ شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني هم وویل، ربع وار راپور او بیلانس دوی ته ستونزې جوړې کړې دي.

د ده په خبره، یادې شوې ستونزې او د برېښنا کمښت نوی په پښو درېدلی صنعت زیانمن کړی او تولید شوي توکي یې له وارداتي هغو سره سیالي نه شي کولای.

دی زیاتوي، په دغسې حالت کې به پانګه وال څنګه زړه ښه کړي چې په صنعت کې نوره پانګونه هم وکړي؟

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب هم د سوداګرو ستونزې پر ځای وګڼلې او له مالیې وزارت څخه یې د هغو د حل غوښتنه وکړه.

ده وویل، په سپین بولدکد ګمرک په څانګه کې دې يوه بله ترازو جوړه شي او ربع وار بېلانس دې بېرته کلني ته واړول شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د ګمرک له خوا د ځينو اجناسو تعرفه لوړه ده چې باید کمه شي، له صنفي کاروبارونو دې کمه مالیه واخیسل شي او بانکونه دې د سوداګرۍ په برخه کې د یورو تر څنګ ډالر هم حمل او نقل کړي.

د مالیې وزارت د عامه اړیکو مسوول او ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي وویل، کندهار ته یې د سفر موخه له ولس سره د خپلو لاسته راوړنو شریکول او د هغوی د ستونزو اورېدل دي.

ده وویل، د ستونزو تر څنګ مالیې وزارت درې عمده لاسته راوړنې لرلې دي چې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې نړیوالو ته له افغانستان سره د مرستې په اړه قناعت ورکول، د اقتصادي عالي شورا جوړول او د عوایدو لوړوالی دی.

د ده په خبره، مالیې وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ټولټال ۱۶۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې ټاکل شوی هدف ۱۳۲ میلیارده افغانۍ و.

هغه زياته کړه، له اداري فساد سره مبارزه دوام لري او زيات اصلاحات رامنځته شوي دي.

نوموړي یادونه وکړه چې د اقتصادي عالي شورا هره اونۍ د ولسمشر په مشرۍ ناستې کوي چې د چارواکو ترڅنګ په کې د سوداګرو استازي او د پارلمان غړي هم ګډون کوي.

ده د کندهار له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې د خپلو استازو په وسیله په دغه شورا کې هم شریکې کړي.

خو ده ژمنه وکړه چې دغلته د سوداګرو له خوا یادې شوې ستونزې به د هواري په موخه د مالیې له وزیر سره شریکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد