جلال اباد- مهترلام (پژواک، ۲۲ وری ٩۶): په ننګرهار ولايت کې ځانګړو ځواکونو د هيروينو يوه فابريکه ویجاړه کړې او بلخوا په لغمان کې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د وري په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت ځانګړو پوليسو د خوږياڼو ولسوالۍ په نکړخېلو او کچرۍ سيمو کې ځانګړي شپني عمليات ترسره کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد عمليات د دغه وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معينيت له لوري پلان او ترسره شوي دي.
دی وايي، ياد عمليات تېره شپه يوولس بجې ترسره شوي چې پر مهال يې ۳۳۶ کيلوګرامه ترياک سوځول شوي، دغه راز د هيروينو د توليد يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې ده.
هغه زياته کړه، د يادو عملياتو پر مهال د سيمې څلور اوسېدونکي د هيروينو فابريکې د مسوولينو په تور وړل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ په نښته کې ۴ وسله وال وژل شوي، ۷ تنه یې ټپيان او یو تن یې ژوندی نیول شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې د الماس ۲ په نوم ګډو ملي ځواکونو له خوا پيل شوي عمليات اوس هم په برياليتوب سره روان دي.
هغه زياته کړه، تېره ورځ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په وسلواله نښته کې د مخالفو وسله والو ۴ کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
دى وايي چې ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP