Language

سيمه ييز چارواکي: وسله والو مخالفينو دري ملکي وګړي پر ډزو وژلي

کندوز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): په کندوز ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د ٢٣ تښتول شوو ملکي وګړو له ډلې درې کسان پر ډزو وژلي دي.

د دشت ارچي ولسوال نصرالله سعدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو څلور ورځې وړاندې ٢٣ ملکي وګړي له داعش سره د همکارۍ په تور تښتولي وو چې له دې دلې يې د يوه سر پرې کړې او دوه يې په ډزو ووژل.

نوموړي زياته کړه چې ٢٠ نور ملکيان لا هم له وسله والو مخالفينو سره بنديان دي، داعش هم په دشت ارچي ولسوالۍ کې خپل فعاليت پيل کړي او له څه مودې راهيسې پلويان جذبوي.

د کندوز دشت ارچي ولسوال زياته کړه چې روسيه د تاجکستانه لارې د وسله والو مخالفينو (طالبانو) ملاتړ کوي.

خو د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش وويل: ((د ولسوال نظر د هغه خپل نظر دى، د سيمه ييز حکومت نظر نه دى، د طالبانو لپاره د روس همکاري نه ردوو، هېڅ اسناد نشته چې له طالبانو د روس ملاتړ ثابت کړي.))

هغه همدارنګه زياته کړه چې په کندوز ولايت کې د داعش شتون تر اوسه پورې له هېڅ کومې امنيتي سرچينې نه دى تاييد شوى، کوم کسان چې د داعش په نوم فعاليت کړي، تر پرون پورې يې د طالبانو په نوم فعاليت درلود.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو کسانو له لوري د ٢٣ ملکيانو د تښتونې خبره رد کړه او ويې ويل چې د روسيې له لورې د طالبانو ملاتړ او له داعش سره د همکارۍ په تور د ملکيانو تښتول د دولت له لوري د طالبانو د نوم بدي کولو او عامه ذهنونو د ګډوډۍ لپاره د تبليغاتو يوه برخه ده.

په شمال ختيځ زون کې د پوليسو وياند محفوظ الله اکبري وويل چې د ناتو د بې پيلوټه الوتکو د هوايي بريد په پايله کې چې نن له غرمې وروسته يوه بجه د کندوز د دشت ارچي په شهروان سيمه کې تر سره شو، د مولوي وحدت په ګډون شپږ وسله ولا مخالفين وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه بريد د قوماندان شکور کلي کې د طالبانو پر يوه مرکز شوى چې له امله يې د وسله والو مخالفينو يو هاموي ټانک او يو رينجر ويجاړ شوي دي، دغه بريد په قوماندان شکور کلي کې د طالبانو پر يوه مرکز شوى دى.

login or register a new account.