Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان په انګوره اډه کې د تاسیساتو پر جوړولو لاس پورې کړی

ښرنه (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د پکتيکا په انګور اډه سيمه کې د پوځې تاسيساتو پر جوړولو لاس پورې کړى دى.

د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې سيمې د قومي شورا مشر قدرت الله د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار پاکستاني پوځيانو د ځوابې سيمې په غره کې د پوځي تاسيساتو جوړول پيل کړل.

ده وويل چې سيمې ته افغان سرحدي ځواکونه او پاکستاني پوځيان رسيدلي او د جګړې احتمال هم شته دى.

هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې خلکو دوکانونه هم تړلي دي او وېريږي چې جګړه به وشي.))

ده وويل هڅې روانې دي څو په دې سيمه کې د پاکستان د پوځي تاسيساتو جوړولو مخه ونيول شي.

دغه راز په برمل ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې پاکستاني پوځيانو د تاسيساتو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه وويل: ((موږ ورته په سنګرونو کې ناست يو، خو تر اوسه موږ ته امر نه دى شوى چې څه ورسره وکړو.))

د پکتيکا سيمه ييز او امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده  چې تېره ورځ پاکستاني پوځيانو غوښتل چې په همدې سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي خو افغان سرحدي ځواکونو يې مخه نيولې وه.

شاوخوا يو کال وړاندې پاکستاني پوځيانو په انګور اډې سيمه کې يوه دروازه او ځيني نور پوځي تاسيسات د افغانستان په خاروه کې جوړ کړل چې بيا د تېر کال د غبرګولي په مياشت کې افغان لوري ته وسپارل شول.

تر دې مخکې د برمل ولسوالۍ د ځينو سرحدي سيمو اوسېدونکي پژواک ته ويلي وو چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې تر ٢٠ کيلومترو پورې مخکې راغلي او پوځي تاسيسات يې جوړ کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.