مزارشريف (پژواک، ۲٦ وری ۹۶): د بلخ د ښوونځيو ښوونکي د کتابونو کمښت جدي ستونزه بولي؛ خو د ولايتي شورا بيا د يادې ستونزې تر څنګ د دغه ولايت د پوهنې رياست په فساد کې ښکېل وباله.
دغه څرګندونې د ښوونځيو ځينو ښوونکو او د ولايتي شورا رييس د هغې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وکړې چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف په کې خلکو ته د پوهنې د ستونزو د حل په تړاو خبرې کولې.
د وري په ۲۷مه، د پوهنې وزير ، بلخ ولايت ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د معارف په تړاو د ستونزو د ارزونې په موخه سفر کړی دی.
د بلخ ولايت د ښوونځي مديران په دغه ولايت کې د کتابونو د وېش لړۍ په پيل کېدو خوښي څرګندوي خو وايي چې د زده کوونکو د شمېر په پرتله ورته خورا کم کتابونه رسېږي.
د ګوهر خاتون لېسې مديرې مېرمن نفسې غياثي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتابونو د کمښت مسئلې ته په کمه سترګه کتل کېږي.
نوموړې زياته کړه، په لېسه کې ۲۷۹۰ زده کوونکې لري چې ورته ورکړل شوي کتابونه خورا کم دي.
د هغې په وينا، د دوی لېسې ته د معارف لخوا رسېدلي کتابونه د زده کوونکو د شمېر په پرتله ۴۰ سلنه ستونزه حلولی شي.
مېرمن غياثي دغه چاره له زده کړو او ښوونځي څخه د زده کوونکو د تېښتې لامل وګاڼه او له معارف سره ستره جفا.
خو د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د هماغې غونډې په څنډه کې چې د پوهنې وزير په کې خلکو ته د معارف د ستونزو په تړاو خبرې کولې، رسنيو ته وويل چې په بلخ کې د معارف ستونزه يوازې د کتابونو تر کمښت نه ده.
نوموړي ادعا وکړه چې د بلخ پوهنې رياست په فساد کې ښکېل دی.
هغه له وزير څخه د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې تر څنګ په دې هم ټينګار وکړ چې بايد د معارف په چوکاټ کې ټولې ازموينې رڼې تر سره شي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي له رسنيو سره په خبرو کې په بلخ کې د کتابونو د کمښت ستونزه رد کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن