مزارشريف (پژواک، ۲٦ وری ۹۶): د بلخ د ښوونځيو ښوونکي د کتابونو کمښت جدي ستونزه بولي؛ خو د ولايتي شورا بيا د يادې ستونزې تر څنګ د دغه ولايت د پوهنې رياست په فساد کې ښکېل وباله.
دغه څرګندونې د ښوونځيو ځينو ښوونکو او د ولايتي شورا رييس د هغې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وکړې چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف په کې خلکو ته د پوهنې د ستونزو د حل په تړاو خبرې کولې.
د وري په ۲۷مه، د پوهنې وزير ، بلخ ولايت ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د معارف په تړاو د ستونزو د ارزونې په موخه سفر کړی دی.
د بلخ ولايت د ښوونځي مديران په دغه ولايت کې د کتابونو د وېش لړۍ په پيل کېدو خوښي څرګندوي خو وايي چې د زده کوونکو د شمېر په پرتله ورته خورا کم کتابونه رسېږي.
د ګوهر خاتون لېسې مديرې مېرمن نفسې غياثي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتابونو د کمښت مسئلې ته په کمه سترګه کتل کېږي.
نوموړې زياته کړه، په لېسه کې ۲۷۹۰ زده کوونکې لري چې ورته ورکړل شوي کتابونه خورا کم دي.
د هغې په وينا، د دوی لېسې ته د معارف لخوا رسېدلي کتابونه د زده کوونکو د شمېر په پرتله ۴۰ سلنه ستونزه حلولی شي.
مېرمن غياثي دغه چاره له زده کړو او ښوونځي څخه د زده کوونکو د تېښتې لامل وګاڼه او له معارف سره ستره جفا.
خو د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د هماغې غونډې په څنډه کې چې د پوهنې وزير په کې خلکو ته د معارف د ستونزو په تړاو خبرې کولې، رسنيو ته وويل چې په بلخ کې د معارف ستونزه يوازې د کتابونو تر کمښت نه ده.
نوموړي ادعا وکړه چې د بلخ پوهنې رياست په فساد کې ښکېل دی.
هغه له وزير څخه د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې تر څنګ په دې هم ټينګار وکړ چې بايد د معارف په چوکاټ کې ټولې ازموينې رڼې تر سره شي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي له رسنيو سره په خبرو کې په بلخ کې د کتابونو د کمښت ستونزه رد کړه.
نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار په ګډون درې ولسواليو ته کتابونه رسېدلي او لا هم د کتابونو د وېش لړۍ روانه ده.
هغه د کتابونو د وېش په برخه کې د ټول هېواد په کچه د ستونزو د شتون پخلی وکړ؛ خو نوموړي يادونه وکړه چې د يادې ستونزې لپاره د ولسمشر په حکم حل پيدا شوی دی.
د بلخي په وينا، د ولسمشر اشرف غني په امر د هېواد ټولو لرو پرتو ولايتونو ته د ملي اردو د کتارونو په مرسته کتابونه استول کېږي، چې ځينو ته رسېدلي دي.
هغه د بلخ معارف کې د فساد شتون د ادعا تر کچې ومانه، خو ټينګار يې وکړ: (( زه د فساد او په ځانګړې توګه د اخلاقي فساد پر وړاندې ډېر جدي يم.))
نوموړي زياته کړه چې که په دې تړاو کومه پېښه راپورته شي او په ثبوت ورسېږي؛ نو سخت قانوني چلند به وکړي.
د پوهنې وزير همداراز په ټول هېواد کې د ۱۰۰۶ تړل شويو ښوونځيو يادونه وکړه چې د بېرته خلاصېدو لپاره يې لارې چارې لټوي.
هغه همداراز له دې وړاندې د هېواد په کچه د زده کوونکو وړاندې شوې شمېره ۱۱نيم ميليونه ناسمه وبلله او ويې ويل چې د هېواد په کچه د زده کوونکو کره شمېر ۹،۲ ميليونه دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










