تالقان (پژواک ٢٧ ورى ٩٦): د تخار د شت کلا ځينې اوسېدونکي وايي، د کوکچې سیند د دې ولسوالۍ په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې، کورونه او باغونه وړي او اوس یې د دې سيمې کانال هم له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د یادې ولسوالۍ د طلاجات د سیمې اوسېدونکي محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوکچې سیند له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دغې او شاوخوا سیمو په زرګونو جریبه ځمکې، کورونه او باغونه وړي دي.
د ده په وينا، د کوکچې سیند اوس د ولسوالۍ عمومي کانال ته ځان نږدې کړی او که دغه کانال ونړېږي، ټوله دشت کلا به وچه شي.
دی زیاتوي: ((کوکچې سیند په دغه سیمه کې په زرګونو جریبه ځمکه وړې، اوس یې ځان د دشت کلا ولسوالۍ لوی کانال ته نږدې کړی، که دغه کانال ویجاړ کړي، ټوله دشت کلا باندې اوبه وچېږي.))
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حسام الدین وايي، د کوکچې سیند تېر کال هم په طلاجات سیمه کې زر جریبه ځمکه او دوه واړه کانالونه ویجاړي کړي دي، چې دوه ژرندې او دوه زرجریبه ځمکې یې وچې کړې دي.
د هغه په خبره، د کوکچې سیند د دشت کلا لوی کانال ته ۲۰ متره نږدې شوی دی.
هغه زیاتوي: ((ټوله دشت کلا ولسوالۍ ته له همدغه کاناله اوبه ورځي، سیند ورته شل متره نږدې شوی، که دغه کانال ویجاړ شي، په دغه ولسوالۍ کې ټولې ونې، بوټې او کروندې وچېږي.))
د سیمې اوسېدونکي وايي، څو ځله یې سیمه ییزو چارواکو ته عریضې کړې دي، خو په خبره یې چې هېچا په دې اړه پام نه دی کړی.
په ورته وخت کې بیا د دشت کلا ولسوال عبدالقیوم قانع پژواک خبري اژانس ته وويل، څو ځله یې په دې اړه ارزونه کړې او حکومت ته یې استولې چې غم یې وخوړل شي، خو په خبره یې چې هېچا پرې پام نه دی کړی.
قانع ګواښ وکړ، که د کوکچې سیند لوری بدل نه شي او د سیند اوبه دغه کانال ویجاړ کړي، په یاده ولسوالۍ کې به ۵۰ زره جریبه ځمکه، کورونه او باغونه وچ شي.
ولسوال وايي: ((که ژر تر ژره یې غم و نه خوړل شي، که کانال ویجاړ کړي، ۵۰ زره جریبه، ځمکه، کورنه، باغونه او ښار ټول وچېږي، انساني، نباتي او حیواني غمیزه به رامنځته شي چې جبران به یې بیا د حکومت له وسه نه وي.))
په همدې مهال بیا د تخار د کلیو د پراختیا رییس انجنیر رازمحمد فیض پژواک خبري اژانس ته وويل، ژر تر ژره به د سیند لوري د بدلولو هڅه پیل کړي او د دشت کلا کانال به د اوبو له ګواښه وژغوري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP