منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کوکچې سيند د دشت کلا کانال له جدې ګواښ سره مخامخ کړى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

تالقان (پژواک ٢٧ ورى ٩٦): د تخار د شت کلا ځينې اوسېدونکي وايي، د کوکچې سیند د دې ولسوالۍ په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې، کورونه او باغونه وړي او اوس یې د دې سيمې کانال هم له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د یادې ولسوالۍ د طلاجات د سیمې اوسېدونکي محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوکچې سیند له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دغې او شاوخوا سیمو په زرګونو جریبه ځمکې، کورونه او باغونه وړي دي.

د ده په وينا، د کوکچې سیند اوس د ولسوالۍ عمومي کانال ته ځان نږدې کړی او که دغه کانال ونړېږي، ټوله دشت کلا به وچه شي.

دی زیاتوي: ((کوکچې سیند په دغه سیمه کې په زرګونو جریبه ځمکه وړې، اوس یې ځان د دشت کلا ولسوالۍ لوی کانال ته نږدې کړی، که دغه کانال ویجاړ کړي، ټوله دشت کلا باندې اوبه وچېږي.))

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حسام الدین وايي، د کوکچې سیند تېر کال هم په طلاجات سیمه کې زر جریبه ځمکه او دوه واړه کانالونه ویجاړي کړي دي، چې دوه ژرندې او دوه زرجریبه ځمکې یې وچې کړې دي.

د هغه په خبره، د کوکچې سیند د دشت کلا لوی کانال ته ۲۰ متره نږدې شوی دی.

هغه زیاتوي: ((ټوله دشت کلا ولسوالۍ ته له همدغه کاناله اوبه ورځي، سیند ورته شل متره نږدې شوی، که دغه کانال ویجاړ شي، په دغه ولسوالۍ کې ټولې ونې، بوټې او کروندې وچېږي.))

د سیمې اوسېدونکي وايي، څو ځله یې سیمه ییزو چارواکو ته عریضې کړې دي، خو په خبره یې چې هېچا په دې اړه پام نه دی کړی.

په ورته وخت کې بیا د دشت کلا ولسوال عبدالقیوم قانع پژواک خبري اژانس ته وويل، څو ځله یې په دې اړه ارزونه کړې او حکومت ته یې استولې چې غم یې وخوړل شي، خو په خبره یې چې هېچا پرې پام نه دی کړی.

قانع ګواښ وکړ، که د کوکچې سیند لوری بدل نه شي او د سیند اوبه دغه کانال ویجاړ کړي، په یاده ولسوالۍ کې به ۵۰ زره جریبه ځمکه، کورونه او باغونه وچ شي.

ولسوال وايي: ((که ژر تر ژره یې غم و نه خوړل شي، که کانال ویجاړ کړي، ۵۰ زره جریبه، ځمکه، کورنه، باغونه او ښار ټول وچېږي، انساني، نباتي او حیواني غمیزه به رامنځته شي چې جبران به یې بیا د حکومت له وسه نه وي.))

په همدې مهال بیا د تخار د کلیو د پراختیا رییس انجنیر رازمحمد فیض پژواک خبري اژانس ته وويل، ژر تر ژره به د سیند لوري د بدلولو هڅه پیل کړي او د دشت کلا کانال به د اوبو له ګواښه وژغوري.

د ده په وينا، د کلیو پراختیا ریاست، د اوبو د تنظیم ادارې او یو شمېر موسسو په دغه سیمه کې دوه کلیومتره استنادي دېوال جوړ کړی چې تر مني پورې به طلاجاتو سیمې ته هم ورسېږي.

نوموړی زیاتوي: ((د سیمې اوسېدونکو جنجال کاوه چې دغه سیمه باید کلکه شي، موږ ورته وویل چې د اوس لپاره هڅه کوو چې د سیند لوری بدل کړو، خو تر مني پورې به دېوال دغې سیمې ته هم ورسېږي، که اوس په طلاجاتو سیمه کې د دېوال چارې پیل کړو، اوبه یې له شا واوړي او بېرته به یې ویجاړوي.))

امو، کوکچه، تالقان او بنګي د تخار له مهمو سیندونو څخه دي، چې هر کال په پسرلي او اوړي موسمونو کې د اوبو د زیاتوالي له کبله په خپلو څنډو کې شته کورونه، ځمکې او باغونه له منځه وړي.

که څه هم تر اوسه د سیندونو د غاړې کلونو هڅې شوې دي، خو شوې سروې ښيي چې د سیند د غاړو په هرو دوه کیلومتره کلکولو کې دوه ميلیونه ډالره لګېږيږي.

د تخار د سیمه ییزو چارو په خبره، له دې کبله یې په دې برخه کې چارې پڅې په مخ روانې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه