Language

شېرخان بندر  د ترافيکو پر مخ وتړل شو

 کندوز(پژواک، ٢٧ ورى ٩٦): د کندوز يو شمېر سوداګرو او کارګرو په دغه ولايت کې د تاجکستان کونسلګرۍ پر نشتون او د ياد شوي هېواد له لوري افغان سوداګرو ته د ستونزو د جوړولو پر ضد لاريون وکړ او د شېرخان سوداګريز بندر يې بند کړ.

معترضين وايي چې تاجکستان نه يوازې سوداګرو او افغان موټر چلوونکو ته کاري وېزه نه ورکوي، بلکې په دغه هېواد کې هم ورته ستونزې جوړوي.

دوى ګواښ وکړ، ترڅو يې چې ستونزې نه وي حل شوې، د پولې د پرانيستې اجازه به ورنه کړي.

 معترضين چې شمېر يې سلو کسانو ته رسېده، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډې پولې ته څېرمه يې د تحصن خېمه ووهله.

دوى د اعتراض په ترڅ کې د(موږ په بندر کې کونسل غواړو)، (تاجکستان دې موږ ته سپکاوى نه کوي) شعارونه ورکول.

د حاجى مجيب په نامه افغان سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل:((په تاجکستان کې افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته د کار وېزه نه ورکول کېږي، اصلا  دغه هېواد په کندوز کې کونسل نه لري، افغانانو ته  سپکاوى هم کېږي.))

 هغه زياته کړه چې د ستونزو تر حل پورې به شېرخان بندر  د ترافيکو پر مخ تړلى وي.

هغه وويل چې تر اوسه يې څو ځله يادې شوې ستونزې له تاجکستان لوري سره شريکې کړې، خو تر اوسه پورې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دغه افغان سوداګر  وويل چې اوس مهال د تاجکستان ٢٥٠ موټرچلوونکي د افغانستان وېزه لري، خو له بده مرغه چې افغان  موټر چلوونکي له دې ډول اسانتياوو بې برخې دي.

د افغانستان- تاجکستان تر منځ پخواني موټر چلوونکي شمس، پژواک ته وويل چې له دوو مياشتو راهيسې يې وېزه ختمه شوې، خو  تاجکستان يې موده نه  ده غځولې.

هغه زياته کړه که تاجکستان له افغانستان سره په رښتيني ډول ملګرى وي، بايد ډېر ژر په شېرخان بندر کې د ستونزو د حل په موخه څانګه جوړه کړي.

د کندوز ځايي چارواکو هم د سوداګرو او موټر چلوونکو د يادو شوو ستونزو پخلى وکړ.

login or register a new account.