Language

د بغلان ولايت د همغږۍ مرکز مشر ووژل شو

کندوز (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): د بغلان امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز مشر تورن جنرال عبدالحى عطايي د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شو.

د کندوز د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې عطايي نن غرمه مهال د خان اباد- کندوز لويې لارې د دشت په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شو.

هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو په دغه کمين کې د بغلان د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره سخت ټپي شوى و، خو روغتون ته د لېږد پر مهال ومړ.

د دولت مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.