ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر للمي ځمکو د باغونو جوړولو ۵۷ پروژې پلې شوې

تخار کې پر للمي ځمکو د باغونو جوړولو ۵۷ پروژې پلې شوې

author avatar
20 Apr 2017 - 13:54
تخار کې پر للمي ځمکو د باغونو جوړولو ۵۷ پروژې پلې شوې
author avatar
20 Apr 2017 - 13:54

تالقان (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې چارواکي وايي چې د ٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت يې د تخار ولایت په للمي ځمکو کې د باغونو جوړولو ۵۷ پروژې پلې کړې دي.

په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې ادارې مشر محمد غلام ملاخېل د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې باغونو ته د څاګانو کیندل او د لمریزې برېښنا په مټ له څاګانو د اوبه را ایستل شامل دي چې ۵۰ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دى.

ملاخېل زیاتوي: ((له تېرو دوو کلونو راهیسې د تخار ولایت په للمي ځمکو کې مو د باغونو جوړولو ۵۷ پروژې بشپړې کړې دي چې دغه پروژې د خلکو په ژوند کې خورا بدلون راوستی او د دغو پروژو څخه مو موخه دا ده چې د بڼوالۍ په برخه کې د خلکو وړتیا لوړه کړو او اقتصاد یې پیاوړي کړو.))

نوموړی وايي چې هره پروژه له لس جریبه ځمکو څخه تر ۵۰ جریبه ځمکو پورې رسېږي چې په کې هم مېوه لرونکي نیالګي اېښودل شوي او هم په کې غنم او نور توکي کرل کېږي.

هغه زياته کړه، په دغه ولایت کې یې د دوو راتلونکو کلونو لپاره هم د ۲۵ ورته پروژو چارې پیل کړې دي چې ۲۵ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د اړوندې موضوع په اړه د تالقانو د سراینګ سیمې اوسېدونکي نجیب الله پژواک ته وويل چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ پروګرام ورته په ۲۵ جریبه شاړه ځمکه کې باغ جوړ کړی چې سږ کال به حاصل ورکړي.

نوموړی وايي: ((شاړه ځمکه وه، د کرنې وزارت د بڼوالۍ پروګرام راته د اوبو زېرمه جوړه کړه، بیا یې راته لمریزې برېښنا سیستم جوړ کړ چې پر مټ یې له زېرمې څخه اوبه را خېژوي چې په لس جریبه ځمکه مو بادام، دوه جریبه کې مو مڼې، دوه جریبه کې مو انګور، یوه جریب کې مو هم چهارمغز کېنولي دي.))

دغه راز د ترمه بایى سیمې اوسېدونکی عبدالقدوس هم وايي چې پر لس جریبه للمي ځمکه یې ورته باغ جوړ کړی چې تېر کال یې حاصل هم ورکړی و.

نوموړی وايي: ((دا ځمکه للمي وه، موږ فکر هم نه شوای کولی چې دلته دې د ناکو، انګورو او مڼو باغونه جوړ شي او حاصل دې ورکړي، پر نیالګیو سربېره په کې غنم، خټکي، بادرنګ او ډول ډول ترکاري کرو او ښه حاصل ترې هم ترلاسه کوو.))

په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام (NHLP) په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوى دی. د دغه پروګرام په لړ کې د مرکز تالقانو په ګډون په ډېر شمېر ولسوالیو کې زرګونو باغونه جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.