Language

د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه د غزني نومول کېدو څلورم جشن ونمانځل شو

غزني ښار (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): غزني ولايت د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې د نومول کېدو د څلورم کال جشن ونمانځل شو.

غزني په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د اسيسکو سازمان له خوا د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه ټاکل شوى و.

له هغه وروسته هر کال دغه ورځ د وري مياشتې په ۲۸مه نمانځل کېږي چې په کې د هېواد لوړپوړي چارواکي او ځايي اوسېدونکي برخه اخلي.

خو سږ کال د نورو کلونو پر خلاف دغو مراسمو ته يوازې د اطلاعاتو کلتور سرپرست وزير ښار جوړوني، او ماليې وزارتونو مرستيالان راغلي وو.

تمه وه چې د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال په ګډون يو شمېر وزيران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي راشي، خو هغوى رانه غلل.

د غزني والي عبدالکريم متين يادې غونډې ته وويل چې په دغه ولايت کې د دې په وياړ څه کارونه شوي، خو له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې دغه ولايت ته خپله پاملرنه زياته کړي، څو د نورو هېوادونو سيلانيان دغه ولايت ته سفر وکړي.

هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې زيات شمېر تاريخي ابدې او سيمې شته چې پوره پاملرنې ته اړتيا لري.

د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله نوروز پر مرکزي دولت نيوکه وکړه چې په ۲۰۱۳ کال مراسمو کې يې غزني لومړى درجه ولايت اعلان کړ، خو تر اوسه يې هم ورته د دويمې او درېيمې درجې ولايت په سترګو کتل کېږي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه د ښار جوړنې وزارت له لوري د غزني ښار ماسټر پلان او ښاري سيستم نه دى جوړ شوى.

نوموړي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې د دغه ولايت تاريخي ابدو ته جدي پاملرنه او بيارغونې لپاره يې اقدامات وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير رسول باوري وويل چې په دغه ولايت کې ۳۲ تاريخي ابدې رغول شوې دي او د دې تر څنګ يې نور کارونه هم کړي دي.

هغه زياته کړه، غزني کې نور ډېر کار ته اړتيا ده، څو نړيوال يې سيل ته راشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.