لښکرګاه(پژواک،٤غويى٩٦): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په تېرو ١٥کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره د جګړو پرمهال په دغه ولايت کې ١٨ زره يوازې پوليس وژل شوي دي.
دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتوز د غويي په ٤مه ولس ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
کينتوز وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې په هلمند کې دوامداره جګړه شوې چې له امله يې يوازې ١٨ زره پوليس وژل شوي او شپږ زره ميله وسلې او نور وسايل ورک او تخريب شوي دي.
هغه زياته کړه چې د يادو ټولو پوليسو کورنيو ته حقوق ورکړل شوي، خو په تېرو څو کلونو کې د تېروتنې له امله د ځينو پوليسو حقوق ملکي ادارو ته هم ورکړل شوي دي.
کينتوز دا هم وويل چې په تېر يو کال کې اويا تنه د اداري فساد او په دنده کې د غفلت له امله څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.
هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي زياته کړه چې د يادو نيول شويو کسانو له ډلې څخه يو شمېر يې د ولايتي شورا او ملي شورا د غړو په منځګړتوب بېرته خوشې شوي دي.
کينتوز زياته کړه: (( د ولسي جرګې ځينو غړو د حوزو دامرينو ترڅنګ ځينې داسې کسان په مديريتونو کې ګومارلي چې نه مسلکي دي او نه هم سواد لري.))
دغه راز قوماندان وايي چې تر اوسه يې ٤٥٠ تنه خيالي پوليس منفک کړي او دوه زره نور پوليس يې نوي نيولي دي.
په دې غونډه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال بريد جنرال عبدالهادي ترين هم وويل چې په تېرو کلونو کې د ملي اردو سرتېرو هم ډيره مرګ ژوبله درلوده او په دې موده يې وسلې او مهمات هم ورک او تخريب شوي دي.
هغه وويل چې په همدې موده کې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته هم ډيره مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترين زياته کړه چې د يو شمېر سيمو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي چې بريالي پرمخ روان دي.
دغه راز د هلمند د ملي امنيت رييس تورنجنرال محمد ياسين وويل چې وسله وال طالبان اوس پر هغو وسلو جګړه کوي چې له افغان امنيتي ځواکونو څخه يې ترلاسه کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP