منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند امنيه قوماندان:په تېرو ١٥کلونو کې ١٨ زره يوازې پوليس وژل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

لښکرګاه(پژواک،٤غويى٩٦): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په تېرو ١٥کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره د جګړو پرمهال په دغه ولايت کې ١٨ زره يوازې پوليس وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتوز د غويي  په ٤مه ولس ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.

کينتوز وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې په هلمند کې دوامداره جګړه شوې چې له امله يې يوازې ١٨ زره پوليس وژل شوي او شپږ زره ميله وسلې او نور وسايل ورک او تخريب شوي دي.

هغه زياته کړه چې د يادو ټولو پوليسو کورنيو ته حقوق ورکړل شوي، خو په تېرو څو کلونو کې د تېروتنې له امله د ځينو پوليسو حقوق ملکي ادارو ته هم ورکړل شوي دي.

کينتوز دا هم وويل چې په تېر يو کال کې اويا تنه د اداري فساد او په دنده کې د غفلت له امله څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.

هغه پرته له دې  چې د چا نوم واخلي زياته کړه چې د يادو نيول شويو کسانو له ډلې څخه يو شمېر يې د ولايتي شورا او ملي شورا د غړو په منځګړتوب بېرته خوشې شوي دي.

کينتوز زياته کړه: (( د ولسي جرګې ځينو غړو د حوزو دامرينو ترڅنګ ځينې داسې کسان په مديريتونو کې ګومارلي چې نه مسلکي دي او نه هم سواد لري.))

دغه راز قوماندان وايي چې تر اوسه يې ٤٥٠ تنه خيالي پوليس منفک کړي او دوه زره نور پوليس يې نوي نيولي دي.

په دې غونډه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال بريد جنرال عبدالهادي ترين هم وويل چې په تېرو کلونو کې د ملي اردو سرتېرو هم ډيره مرګ ژوبله درلوده او په دې موده يې وسلې او مهمات هم ورک او تخريب شوي دي.

هغه وويل چې په همدې موده کې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته هم ډيره مرګ ژوبله اوښتې ده.

ترين زياته کړه چې د يو شمېر سيمو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي چې بريالي پرمخ روان دي.

دغه راز د هلمند د ملي امنيت رييس تورنجنرال محمد ياسين وويل چې وسله وال طالبان اوس پر هغو وسلو جګړه کوي چې له افغان امنيتي ځواکونو څخه يې ترلاسه کړې دي.

خو ده وويل چې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه دوى جدي پلانونه جوړ کړي دي.

د غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د ځينو ستونزو له امله امنيتي ځواکونه په دې ونه توانېدل چې په تېر ژمي کې عمليات وکړي.

هغه يو ځل بيا وويل چې په تېر کال کې ملي اردو ٣٨ او پوليسو ١١٢ پوستې له مقاومته پرته وسله والو مخالفينو ته پرېښې دي.

هغه زياته کړه: (( دا کار د ځينو کسانو په خوښه شوى په اړه يې اسناد موجود دي چې په وخت سره به يې نومونه هم افشا کړو.))

حيات وايي چې د يادو پوستو د خوشې کولو په تور دوى ځينې کسان ونيول او کابل ته يې واستول، خو په کابل کې ورته د سزا پر ځاى ترفيع ورکړل شوې.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.

والي دا هم وويل چې په هلمند کې امنيتي ځواکونه له سلو څخه يوازې ٣٩ سلنه سمبال دي چې بايد اړينه پاملرنه ورته وشي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى، دغه ولايت د مرکز په ګډون ١٣ ولسوالۍ لري.

له يادو ولسواليو څخه موسى کلا، نوزاد، دېشو، باغران، سنګين او ناوه له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو ولسواليو يوازې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه