Language

“ولس دې نورو ته د تمې پر ځای په خپله په هېواد کې د سولې لپاره اقدام وکړي”

کندهار (پژواک، ۷ غویی ۹۶): حکومت او طالبان هېواد ته سوله نه راولي، ولس باید دا کار وکړي.

دغه څرګندونې د پخواني طالب چارواکي اکبر اغا په مشرۍ د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا له خوا په رابلل شوې غونډه کې وشوې، چې نن په کندهار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو ولایتونو دیني عالمانو، مخورو او نورو ګډون کړی وو.

د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا په استازیتوب اکبر اغا وویل، په دې ولایت کې یې نننۍ غونډه د دې لپاره جوړه کړې چې څنګه په هېواد کې سوله راتلای شي.

هغه زیاته کړه، دا چې تر اوسه لا د سولې په لاره کې ستونزې شته عوامل یې د ارادې نشتوالی او خلکو تر منځ نه یووالی دی.

خو ده وویل، دا د ولس دنده چې په خپلو کې یووالی وساتي او همدوی د سولې لپاره کار او منځګړتوب وکړي، ځکه د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ولس زیان ویني.

د نوموړي په خبره، د همدې لپاره یې څه موده مخکې د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا بنسټ ایښی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو عالمان، قومي مشران، ځوانان او له بېلابېلو مسلکونو سره تړلي کسان په کې غړیتوب لري.

اکبر د کندهار پر خلکو غږ وکړ چې د سولې لپاره یې ملا وتړي او ورسره ودرېږي، څو هېواد له اوسني بحران څخه وویستل شي.

ده دا هم وویل چې ولس کولای شي بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي، ځکه دا کار ګاونډي هېوادونه نه شي کولای او باور هم نه شي پرې کېدای.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل: ((که موږ په دې تمه ناست یو چې حکومت سوله راولی او یا یې طالبان راولي، نو دا کار نه کېږي، ځکه په تېرو پنځلسو کلونو کې همدا خبرې کېږي، دا کار یواځې او یواځې ولس کولای شي.))

ده زیاته کړه، ولس دې را یو ځای شي، له هره ولایت څخه دې له لسو تر شلو کسان خپل استازي وټاکي او ټول دې په ګډه په وسله والو پسې ورشي او سولې ته دې یې وهڅوي.

د هغه په خبره، ولس په جګړه کې هر څه بایللي او لا هم هره ورځ په یوه او بل نوم وژل کېږي، دا حالت نور د زغملو نه دی.

login or register a new account.