منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.و
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ولس دې نورو ته د تمې پر ځای په خپله په هېواد کې د سولې لپاره اقدام وکړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کندهار (پژواک، ۷ غویی ۹۶): حکومت او طالبان هېواد ته سوله نه راولي، ولس باید دا کار وکړي.

دغه څرګندونې د پخواني طالب چارواکي اکبر اغا په مشرۍ د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا له خوا په رابلل شوې غونډه کې وشوې، چې نن په کندهار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو ولایتونو دیني عالمانو، مخورو او نورو ګډون کړی وو.

د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا په استازیتوب اکبر اغا وویل، په دې ولایت کې یې نننۍ غونډه د دې لپاره جوړه کړې چې څنګه په هېواد کې سوله راتلای شي.

هغه زیاته کړه، دا چې تر اوسه لا د سولې په لاره کې ستونزې شته عوامل یې د ارادې نشتوالی او خلکو تر منځ نه یووالی دی.

خو ده وویل، دا د ولس دنده چې په خپلو کې یووالی وساتي او همدوی د سولې لپاره کار او منځګړتوب وکړي، ځکه د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ولس زیان ویني.

د نوموړي په خبره، د همدې لپاره یې څه موده مخکې د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا بنسټ ایښی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو عالمان، قومي مشران، ځوانان او له بېلابېلو مسلکونو سره تړلي کسان په کې غړیتوب لري.

اکبر د کندهار پر خلکو غږ وکړ چې د سولې لپاره یې ملا وتړي او ورسره ودرېږي، څو هېواد له اوسني بحران څخه وویستل شي.

ده دا هم وویل چې ولس کولای شي بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي، ځکه دا کار ګاونډي هېوادونه نه شي کولای او باور هم نه شي پرې کېدای.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل: ((که موږ په دې تمه ناست یو چې حکومت سوله راولی او یا یې طالبان راولي، نو دا کار نه کېږي، ځکه په تېرو پنځلسو کلونو کې همدا خبرې کېږي، دا کار یواځې او یواځې ولس کولای شي.))

ده زیاته کړه، ولس دې را یو ځای شي، له هره ولایت څخه دې له لسو تر شلو کسان خپل استازي وټاکي او ټول دې په ګډه په وسله والو پسې ورشي او سولې ته دې یې وهڅوي.

د هغه په خبره، ولس په جګړه کې هر څه بایللي او لا هم هره ورځ په یوه او بل نوم وژل کېږي، دا حالت نور د زغملو نه دی.

په دې غونډه کې نورو عالمانو، مخورو او ځوانانو هم ویناوې وکړې او ټولو پر همدې ټنیګار کاوه چې ولس باید رامخکې شي، حکومت او طالبان باید سولې کولو ته وهڅوي.

د یادونې ده چې پخواني طالب چارواکي اکبر اغا څو میاشتې وړاندې هم کندهار ته سفر کړی و او په یوه ورته غونډه کې یې ویلي و چې په افغانستان کې د روان ناورين د مخنيوي په موخه داسې يوه شورا جوړوي چې د ټول هېواد پوهان، ديني عالمان او مخور به په کې ګډون ولري.

هغه مهال ده ویلي و چې کندهار ته په همدې موخه راغلى څو د هېواد د هرې سيمې، هر قوم پوهان، ديني عالمان، قومي مشران او مخور سره راټول کړي او يوه افغانسان شموله شورا جوړه کړي او بيا د هېواد ستونزې د حل لپاره همدې شورا ته وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه