تالقان (پژواک ٩ غويى ٩٦): د تخار چارواکي وايي، د دې ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه ځمکني او هوايي عمليات پيل شوي دي.
امنيه قومندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د خواجه بهاءالدين د پاکولو په موخه دا عمليات، نن سهار نهه بجې پيل شول، چې په ترڅ کې يې څو سيمې له طالبانو نيولي او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو کره شمېره يې ورته نه ده معلومه.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې درې د ملي اردو سرتېري، درې پوليس او يو هم د کومانډو سرتېرى ژوبل شوي دي.
ده زياته کړه، تمه ده چې د دې عملياتو په پايله کې خواجه بهاءالدين او درقدر ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي.
د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ د ښار يوه اوسېدونکي عزت الله، پژواک اژانس ته وويل چې له نن سهاره تراوسه (ماښام) د ملي اردو چورلکې د طالبانو په مورچلو بريدونه کوي.
د ده په خبره، په عملياتو کې تراوسه پورې پرمختګ نه دى شوى، خو نن ټوله ورځ ښار بند و او يو شمېر کسان د سيمې پرېښودو ته اړ شوي دي.
که څه هم طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې پرون د اعلامیې په خپرولو سره د منصوري په نامه د پسرلنیو عمایاتو د پیلولو خبر ورکړی دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن