Language

د کندوز د ترانسپورټ رياست عوايد لوړ شوي

کندوز (پژواک، ٩ غويى ٩٦): د کندوز ولايت د ترانسپورټ رياست چارواکي وايي چې پر امنيتي ګواښونو سربېره هم دغه اداره توانېدلې چې تر ټاکلي هدفه ډېر غوادیدټول کړي.

د کندوز د ترانسپورټ مشر سيد جواد جلالي وويل چې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د دغه ولايت دويم ځلي نيولو د ولايت د خلکو اقتصاد ته سخت زيان رسولى دى، خو بيا هم د ترانسپورټ رياست عوايد ډېر شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د هېواد د ماليې وزارت له لوري په ١٣٩٥ کال کې ترانسپورټ رياست ته د ١١ ميليونه افغانيو ټولولو هدف ورکړى و، نو موږ وتوانېدو چې له ١١ميليونه او ٨٠٠زره افغانۍ څځه ډېر عواید ټول کړو چې د تېر کال په عوايدو کې د لا ډېرېدو څرګندونه کوي.))

د کندوز دغه ځايي چارواکي ژمنه وکړه چې راتلونکي کال کې هڅه کېږي چې ډېر عوايد راټول کړي.

د جلالي د خبرو پر بنسټ، دغه عوايد د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو د حق العبور ټولولو، د موټر چلوونکو د سرغړونو، د خط سير کتابچو د وېش، د سوداګرو د مالونو لېږد، ترانسپورټي خدمتونو، د بندرونو د وېش نه په لاس راغلي.

کندوز د هېواد په شمال ختيځ زون کې موقعيت لري او له شېرخان بندره له تاجکستان سره ګډه پوله لري چې افغانستان له منځنۍ اسيا سره نښلوي.

login or register a new account.

Related Topics