ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د افغان ځواکونو هوايي بمبار کې سيمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي

کاپیسا کې د افغان ځواکونو هوايي بمبار کې سيمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي

author avatar
30 Apr 2017 - 13:30
کاپیسا کې د افغان ځواکونو هوايي بمبار کې سيمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي
author avatar
30 Apr 2017 - 13:30

محمودراقي (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي بريد له امله ١١ سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپیسا د والي وياند قیس قادري د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د تګاب ولسوالۍ د احمدزيو د فيروزخېلو په سيمه کې د کومانډو ځواکونو په بمبار کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوولس بجې رامنځته شوې او د بمبار موخه وسله وال مخالفين وو خو تر څنګ يې د سيمه ييزو پوليسو پوستې هم وه.

قادري وايي، ټپيان د تګاب روغتون ته وړل شوي وو، خو وروسته يې مرکزي روغتون ته وړي او وضعيت يې ښه ښودل شوى.

د تګاب يوه اوسېدونکي خليل الله هم تاييدوي چې تېره شپه د احمدزیو په سیمه کې لومړی وسله والو مخالفینو ډزې کړې وې، وروسته جګړه وشوه او په بمبار کې د سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، تېره ورځ په اروزګان ولايت کې افغان ځواکونو پر خپلو سرتېرو بمبار کړى و او شپږو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.