Language

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې طالبانو محصلینو ته شرایط او جریمې ټاکلي

ښرنه (پژواک، ١١ غويی ٩٦): د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو پر محصلينو د ږيرې پر خرېيلو، د نکټايي پر تړلو او له دولتي کسانو سره پر اړيکو پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې جريمه ايښې ده، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د ګيان يوه اوسېدونکي او محصل د نوم نه اخيستو په شرط د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ټول محصلين يوې غونډې ته غوښتي وو.

هغه وايي چې په دې غونډه کې طالبانو د دې ولسوالۍ ټولو محصلينو ته ګواښ وکړ او ويې ويل که چېرې چا ږيره وخرېيله، يا يې نکټايي وتړله او يا يې هم له دولتي کسانو سره اړيکه ونيوه، نو پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې به جريمه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((په دې غونډه کې طالبانو له ځينو کسانو څخه پنځه پنځه لکه کلدارې د ضمانت په توګه واخيستې او ځينو کسانو چې پيسې نه درلودې، هغوی يو يو کس د ضمانت په توګه ورکړ.))

دغه راز په ګيلان کې يوه قومي مشر صورت خان هم يادې څرګندونې تاييد کړې او ويې چې دغه کار د دې ولسوالۍ پر خلکو سخت فشار دى.

هغه وايي: ((په دې ولسوالۍ کې د ډېرو خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، دوى نه شي کولاى د يو محصل لپاره پنځه سوه زره کلدارې طالبانو ته د ضمانت په توګه ورکړي.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام وکړي او د ګيان خلک له دې ستونزې وژغوري.

دغه راز د پکتیا په مرکز ښرنه کې د اورګون ولسوالۍ د فرهنګي ټولنې مشر يعقوب خان منظور هم وويل چې پر يادې موضوع دی هم خبر دى.

ده وويل چې محصلين بې پرې قشر دی، طالبان بايد ورته د ستونزو جوړولو پر ځاى د هغوی د زده کړو په برخه کې مرستې وکړي.

په ګيلان ولسوالۍ کې يوه ښوونکي عبدالمالک پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ ټولو محصلينو ته د زده کړو لپاره يوه اجازه پاڼه ورکړې ده.

هغه وايي: ((دغه اجازه پاڼې هغو کسانو ته ورکړل شوې چې يا يې پنځه لکه کلدارې طالبانو ته د ضمانت په توګه ورکړې او يا يې هم کوم کس ضمانت کړى وي.))

د دې پاڼو يوه کاپي پژواک هم ترلاسه کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.