منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۱ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې طالبانو محصلینو ته شرایط او جریمې ټاکلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

ښرنه (پژواک، ١١ غويی ٩٦): د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو پر محصلينو د ږيرې پر خرېيلو، د نکټايي پر تړلو او له دولتي کسانو سره پر اړيکو پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې جريمه ايښې ده، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د ګيان يوه اوسېدونکي او محصل د نوم نه اخيستو په شرط د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ټول محصلين يوې غونډې ته غوښتي وو.

هغه وايي چې په دې غونډه کې طالبانو د دې ولسوالۍ ټولو محصلينو ته ګواښ وکړ او ويې ويل که چېرې چا ږيره وخرېيله، يا يې نکټايي وتړله او يا يې هم له دولتي کسانو سره اړيکه ونيوه، نو پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې به جريمه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((په دې غونډه کې طالبانو له ځينو کسانو څخه پنځه پنځه لکه کلدارې د ضمانت په توګه واخيستې او ځينو کسانو چې پيسې نه درلودې، هغوی يو يو کس د ضمانت په توګه ورکړ.))

دغه راز په ګيلان کې يوه قومي مشر صورت خان هم يادې څرګندونې تاييد کړې او ويې چې دغه کار د دې ولسوالۍ پر خلکو سخت فشار دى.

هغه وايي: ((په دې ولسوالۍ کې د ډېرو خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، دوى نه شي کولاى د يو محصل لپاره پنځه سوه زره کلدارې طالبانو ته د ضمانت په توګه ورکړي.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام وکړي او د ګيان خلک له دې ستونزې وژغوري.

دغه راز د پکتیا په مرکز ښرنه کې د اورګون ولسوالۍ د فرهنګي ټولنې مشر يعقوب خان منظور هم وويل چې پر يادې موضوع دی هم خبر دى.

ده وويل چې محصلين بې پرې قشر دی، طالبان بايد ورته د ستونزو جوړولو پر ځاى د هغوی د زده کړو په برخه کې مرستې وکړي.

په ګيلان ولسوالۍ کې يوه ښوونکي عبدالمالک پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ ټولو محصلينو ته د زده کړو لپاره يوه اجازه پاڼه ورکړې ده.

هغه وايي: ((دغه اجازه پاڼې هغو کسانو ته ورکړل شوې چې يا يې پنځه لکه کلدارې طالبانو ته د ضمانت په توګه ورکړې او يا يې هم کوم کس ضمانت کړى وي.))

د دې پاڼو يوه کاپي پژواک هم ترلاسه کړې ده.

په دې پاڼه کې ليکل شوي، د افغانستان اسلامي امارت، د معارف کمېسيون، د پکتيکا د معارف رياست، د ګيان ولسوالۍ د معارف رياست.

دغه راز په پاڼه کې راغلي چې دغه اجازه نامه په مکتب او پوهنتون کې د زده کړو لپاره د يو کال اجازه نامه ده.

په پاڼه کې زياته شوې: ((د اسلامي معارف له اجازې پرته بايد داخله ونه شي.))

د پاڼې په پاى کې ليکل شوي چې د ستونزې په صورت کې د معارف له مسوول مولانا مولاخان روحاني سره دې اړيکه ونيول شي.

په دې پاڼه کې د مولا خان شمېره هم ليکل شوې ده.

مولا خان روحاني پژواک ته وويل چې دغه کار دوى د طالبانو د پوهنې کمېسيون په امر کړى دى.

هغه وايي چې له يادو شرايطو سرغړوونکې به له قانوني چلند سره مخ کېږي.

د پکتيکا د امنيت امر سمونوال دادالله هوتک هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې طالبان غواړي له دې لارې پر خلکو فشار راوړي.

هغه وويل چې دوی هڅه کوي څو د طالبانو د دې ډول کړنو مخه ونيسي.

د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې د ګيان ولسوالۍ دغه موضوع هېڅ حقيقت نه لري.

هغه زياته کړه: ((له هېچا څخه نه پيسې غوښتل شوې، نه څوک تهدید شوي دي. په ګیان ولسوالۍ هېڅوک هم نکټایي نه تړي، داسې خبرې او راپورونه خپرول د مجاهدینو پر ضد پروپاګند دي.))

ګيان د پکتيکا له سرحدي ولسوالۍ څخه ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او ډېره برخه خاوره يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه