Language

خبریالان: د غزني چارواکي د معلوماتو شریکولو کې ناغېړي کوي

غزني ښار (پژواک، ١٤ غويي ٩٦): په غزني کې خبريالان شکايت کوي چې اړوند مسوولين ورسره پر وخت معلومات نه شريکوي نو ځکه د خبر جوړولو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

بل لور ته د غزني چارواکي وايي چې له دې وروسته به خبريالانو ته پر وخت او کره معلومات ورکوي.

د غويي په ١٤مه په غزني ښار کې د خبريالانو او حکومتي چارواکو تر منځ د مطبوعاتو خپلواکۍ ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

په ياده غونډه کې د خبريالانو په استازيتوب د بي بي سي خبريال اسدالله جلالزي وويل چې د غزني والي تر اوسه يو فعال وياند نه لري او نور چارواکي هم پر وخت خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((کله چې له کوم چارواکي سره اړيکه وکړو، نو يا ټيلېفون بل چا ته ورکوي او يا هم وايي چې وروسته زنګ ووهه.))

هغه وايي چې دغه ډول کړنې د خبريالۍ کارونه له ستونزو سره مخ کوي او خبريالان بيا نه شي کولاى چې پر وخت راپورونه چمتو کړي.

جلالزي دا هم وويل چې د نور هېواد په څېر په غزني کې هم د خبريالانو ژوند خوندي نه دى او ډېرى وخت د بېلابېلو کسانو او ډلو له خوا ګواښل کېږي.

په غزني کې بل خبريال رحمت الله مرجانخېل وويل چې په غزني کې ستونزې ډېرې دي نو ځکه چارواکي هم ځانونه له خبريالانو پټوي.

هغه پر چاراوکو نيوکه وکړه چې يوازې هغه معلومات له خبريالانو سره شريکوي چې تشريفاتي او يا هم د دوى په ګټه وي.

يو شمېر نور خبريالانو په هم په دې غونډه کې ورته خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو په موخه به ډېر ژر يو فعال وياند وګوماري.

هغه وويل: ((ځيني موضوعات دي چې بايد له رسنيو سره شريک نه شي خو موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې تر دې وروسته معلومات شريک کړو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.