مهترلام (پژواک، ١٤ غويى ٩٦): په نورستان ولايت کې د سپرليو د يوه موټر د چپه کېدو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د غربي نورستان د ننګراج او دواب ولسواليو تر منځ سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې د يادې لارې په اوږدو کې د سپرليو يو موټر له سړکه وتلی او لاندې ګړنګ ته غورځېدلى چې له امله يې درې کسان مړه او ٦ نور ټپيان شوي دي.
سرحدي ځواک وايي چې ټپيان د مهترلام مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پر يادې پېښې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ د عامي روغتيا مسوولينو ته او ډاکټرانو ته سپارښتنه کړې چې د ټپيانو په درملنه کې امکانات درېغ نه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP